خبرهای مرتبط

جمع

خانۀ ظلم خراب است!

چکیده: یک قطره جوهر سیاه وقتی در یک لیوان...

تلاش‌های سازمان دیدبان حقوق بشر برای تحریم ورزش افغانستان

سازمان دید‌بان حقوق بشر به تازه‌گی از کمیته بین‌المللی المپیک خواسته است تا ورزش افغانستان را تحریم کند.

سرمست لقب قهرمان حقوق موسیقی جهان را از آن خود کرد

شورای جهانی موسیقی لقب قهرمان حقوق موسیقی سال ۲۰۲۲...

له اسلامی امارت د امنيت شورا بيا ځلي غوښتنه: د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړئ

د ملګروملتونو د امنیت شورا د تېرې شپې د غونډې ویناوالو په ټوله کې په افغانستان کې روان وضعیت ته اندېښنه وښوده او له اسلامي امارت یې وغوښتل چې د افغان نجونو او ښځو د زده کړې او کار د حقونو په ګډون د ټولنې د ټولو قشرونو د حقونو درناوی وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت، یوناما مرستیال مارکوس پوتزل وویل، له دې ویره لري چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د ښکېلتیا د ستراتېژۍ په اړه د نړیوالې ټولنې د ډېرو غړیو صبر پای ته په رسېدو دی.

نوموړي وويل: «که طالبان د افغاني ټولنې د ټولو عناصرو اړتیاوو ته ځواب ورنه‌کړي او له نړیوالې ټولنې سره د فرصت په خورا محودې کړکۍ کې په رغنده توګه ښکېل نه‌شي، څرګنده نه‌ده چې راتلونکې به څه وي. لا ټوټه کېدا، انزوا، بې‌وزلي او کورنۍ شخړې د احتمالي سناریوګانو له ډلې دي چې احتمالاً به د ډله‌ییزې کډوالۍ او د ترهګرو سازمانونو لپاره د مناسب کورنۍ چاپيریال د رامنځته کېدو او همدارنګه د افغانانو لپاره د لوی بدبختۍ سبب وګرځي.»

د ښاغلي پوتزل په خبره همدا لامل دی چې، موږ باید د اسلامي امارت له حکومت سره ښکېلتیا ته دوام ورکړو.

نوموړي که څه هم د اسلامي امارت حکومت ټولشموله ونه باله خو ویې ویل چې، هڅې یې د داسې یوه حکومت د رامنځته کولو لپاره دي چې د افغانانو د ګټو لپاره کارو کړي او د نړیوالې ټولنې نورمونو ته هم درناوی وکړي.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق