خبرهای مرتبط

جمع

انفجار در ولایت سمنگان 35 کشته و 23 زخمی برجا گذاشت

منابع محلی در ولایت سمنگان امروز (چهارشنبه، 9 قوس)...

تاجیکستان کې پر افغانستان امنیتي غونډه ده؛ د امریکا شارژدافیره هم ورغلې

افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د سفارت شارژدافیره کرن ډیکر وايي د «هرات امنیتي خبرو کې» د ګډون لپاره تاجیکستان ته تللې ده.

برخی فعالان حقوق زنان افغان: حق بلند کردن صدای دادخواهی از ما گرفته شده ‌است

در حالی‌که کمپاین ۱۶ روزۀ جلوگیری از خشونت علیه زنان و اعتراضات مربوط به آن در شماری از کشورهای جهان در حمایت از زنان افغان جریان دارد، فعالان حقوق زنان در افغانستان می‌گویند که حق بلند کردن صدای دادخواهی از آنان گرفته شده و روز به روز ضعیف‌تر می‌شود.

انتخاب سخت افغان‌ها؛ تهیۀ سوخت زمستان یا غذا

رئیس بخش عملیاتی صلیب سرخ با اشاره به بحران انسانی وخیم در افغانستان گفت: خانواده‌ها در این کشور با انتخاب غیرممکن بین تهیه سوخت برای گرم نگه‌داشتن خود و یا تهیه غذا مواجه هستند.

انتقاد کارشناسان سازمان ملل از مسدود ماندن مکاتب دختران در افغانستان

گروهی از کارشناسان حقوق بشر سازمان ملل در بیانیه‌ای...

امریکايي رسنۍ: دوحه کې د امریکا او طالبانو استازو ملاقات کړی

امریکايي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې د بایدن ادارې چارواکو پرون د شنبې په ورځ د قطر په پلازمینه دوحه کې له اسلامي امارت سره لیدلي دي. دا په کابل کې د الظواهري تر وژل کیدو وروسته د اسلامي امارت او امریکايي چارواکو لومړۍ غونډه ده.

د سي‌ان‌ان په نامه امریکايي رسنۍ په خپل رپوټ کې ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو په پلاوي کې د امریکا د استخباراتي ادارې یا سي‌آی‌اې مرستیال مشر او د بهرنیو چارو وزارت جګپوړي ډپلوماتان شامل دي.

یادې رسنۍ د دوو امریکايي چارواکو په حواله چې له یادې موضوع خبر ول او د نوم نه خپریدو په شرط یې ویلي چې د اسلامي امارت له لوري په پلاوي کې د اسلامی امارت د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق هم شامل دي.

د روان میلادي کال د جولای پر ۳۱مه په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژل کیدو وروسته، دا لومړی ځل دی چې قطر د امریکا او اسلامي امارت چارواکو کوربتوب کوي.

امریکايي رسنۍ وايي چې په دې ملاقات کې د ډیویډ کوهن په څیر کسانو چې د امریکا د استخباراتي ادارې مرستیال دی، شتون او له اسلامي امارت سره ملاقات دا په ډاګه کوي چې په دې ناسته کې به تر ډیره تمرکز د ترهګرۍ پر وړاندې پر مبارزې وي او دا چې ښايي امریکايي لوری اسلامي امارت ته دا واضح پیغام ورسوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ښايي لا ډیر بې پیلوټه بریدونه وشي.

د رپوټ په حواله پدې ناسته کې د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ هم شتون درلود. ټام ویسټ څه موده وړاندې په افغانستان کې د داخلي جګړو د احتمالي پیل خبرداری هم ورکړی وو.

منبع: امریکا غږ

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق