خبرهای مرتبط

جمع

شکایت از تعیینات افراد غیر حرفه‌ای در ادارات دولتی

شماری از کارمندان ادارات دولتی می‌گویند که گماشتن افراد...

گزراش: مردم افغانستان از خدمات صحی باکیفیت محروم‌اند

سازمان داکتران بدون مرز (MSF) می گوید که افغان‌ها...

حامد کرزی به آلمان سفر کرد

منابع به روزنامۀ دنیا می‌گویند که حامد کرزی، رئیس جمهور پیشین افغانستان روز گذشته (یکشنبه، 16 دلو) به کشور آلمان سفر کرد.

احیای زنده‌گی با چند روش ساده!

اصلی وجود دارد به نام: «کمتر، بیشتر است.» با...

تام وست: سیاست‌های طالبان ارسال کمک‌ها را به افغانستان تهدید می‌کند

توماس وست، نمایندۀ ویژۀ ایالات متحدۀ آمریکا برای افغانستان...

ذبیح‌الله مجاهد: په کابل کې د پاکستان پر سفارت برید کوونکی ونیول شو

د اسلامي امارت ویاند وايي، د اسلامي امارت ځانګړو ځواکونو له لوري هغه کس ونیول شو چې د تېرې جمعې په ورځ یې په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې کړې وې.

په طلوع نیوز په وینا، ذبیح‌الله مجاهد په‌دې اړه پر خپل ټویټر لیکلي، دا کس د “یوه بهرني هېواد تبعه او د داعش ډلې” غړی دی او په خبره یې په څېړنو کې جوته شوې چې دا بريد د “داعشيانو” له لوري تنظیم شوی و.

د اسلامي امارت ویاند نه‌دي ویلي چې نیول شوی کس د کوم هېواد وګړی دی.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي: «د بريد تر شا ځینې خارجي شومې کړۍ لاس لري او هدف یې د دوو وروڼو هېوادونو (افغانستان او پاکستان) تر منځ د بې‌باورۍ رامنځ‌ته کول وو. د دغه برید په اړه نورې څېړنې هم روانې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وویل، د تېرې جمعې (لېندۍ په ۱۱مه) د کابل په کارته پروان کې له یوې ودانۍ د پاکستان پر سفارت ډزې شوې وې، خو امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته یو شکمن کس نیولی و.

له دې پېښې وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وویلي وو، په‌دې برید کې د پاکستان سفارت شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني ته زیان نه و رسېدلی، خو د هغه یو ساتونکی په‌کې ټپي شوی و.

که څه هم د دې برید مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیست، خو پرون (یک‌شنبه) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي وویل، اسلام‌اباد په خپلواک ډول له افغان چارواکو سره په مشوره د دې راپور د “کره‌والي” څېړنه کوي.

د دې تر څنګ د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتنه وکړه چې په کابل کې د پاکستان وګړو او ډېپلوماټو د امنیت ټینګښت ته پاملرنه وکړي.

خو له دې پېښې وروسته د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د ټلېفوني خبرو له لارې ښاغلي زرداري ته ډاډ ورکړ چې په کابل کې د پاکستان سفارت او ډېپلوماټانو د امنیت ساتلو ته ځانګړې پاملره کوي.

همرسانی کنید

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق