خبرهای مرتبط

جمع

افغان‌ها بزرگترین جمعیت پناه‌جویان در سراسر جهان

آژانس پناهجویان سازمان ملل در گزارش تازه خود اعلام...

کرېکټ نړیوال جام: د مجیب پر ځای حضرت ځاځی ۱۵ کسیز نوملړ ته اضافه شوی

افغان لوبډله به د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام...

هُشدار غنی: شکیبایی مردم افغانستان محدود است

اشرف غنی، رئيس‌جمهور پیشین کشور در پیام عیدی خود...

برنامۀ جهانی غذا: یک چهارم مردم افغانستان گرسنه می‌خوابند

برنامۀ جهانی غذا در آستانۀ فرارسیدن عید قربان گفته...

روز جهانی مبارزه با کار کودکان؛ اوچا: ۱۹ درصد کودکان افغانستان کارگر هستند

دفتر هماهنگ‌کنندۀ کمک‌های بشردوستانۀ سازمان ملل متحد (اوچا) می‌گوید...

افغانستان کې سېلابونه؛ د بدخشان سېلاب کې د یوې کورنۍ ۹ غړي لا نه دي موندل شوي

په افغانستان کې د ورښتونو لړ کې د شنبې په ورځ د بغلان ولایت ځینو سیمو، د بدخشان فیض‌اباد اړوند مورچک سیمه او د فاریاب لولاش ولسوالۍ کې سېلابونه راوتلي چې له امله یې ځاني او مالي تلفات اوښتي دي.

باختر خبري اژانس د بدخشان د سیمه‌ییزو چارواکو له خولې ویلي، بدخشان کې سېلابونو د یوې کورنۍ لس غړي وړي چې د دې کورنۍ د مور مړی له سېلابه رایستل شوی او د نهو نورو غړو د موندلو عملیات یې پیل شوي دي.

بدخشان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر مولوي اکرم اکبري ویلي، د یادې کورنۍ لس غړي تېره شپه سېلاب د مرکز فیض‌اباد په مورچک کلي کې وړي چې اوس یې د موندلو هڅې روانې دي.

دی وايي، دغه کسان د کوکچه سېند اوبو کې ډوب شوي او تر اوسه د پلار په ګډون د پنځو لوڼو او درېیو ماشومانو موړي لا نه دي پیدا شوي.

د بغلان د امنیت امر قاري شی عالم غیور خادم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د تېرې شنبې په ورځ د بغلان ولایت ده صلاح، پلحصار بنو، دوشي، دهنه غوري او ډنډ غوري ولسوالیو کې د تېز باران او سېلابونو له امله خلکو ته درانه مالي زیانونه رسېدلي.

نوموړی وايي، تر اوسه په دوشي ولسوالۍ کې د پځو کسانو مړي موندل شوي او ۱۰۰ کورونه بشپړ ویجاړ شوي دي.

وړاندې، د بغلان ولايت د امنيه قومندانۍ چارسمبالي قاري عبدالغيور خادم بي‌بي‌سي ته ویلي وو، د مرګژوبلې کره شمېره لا نه ده معلومه خو وايي د يوه کس مړی را ايستل شوی او ځينې نور لادرکه دي.

د همدې ولایت د دوشي او ډنډغوري ولسوالیو په ځینو سیمو کې هم تېره شنبه سېلابونه راوتلي چې له امله یې ۴۰۰ کورونه ویجاړ شوي او سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.‌

د بغلان ولایت د پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر مولوي هدایت الله همدرد باختر خبري اژانس ته ویلي چې تېر ماښام راوتلو سېلابونو د دوشي ولسوالۍ په دهن لرخاب، ظهرابي، چارشنبې بازار،‌ ډنډغوري ولسوالیو او د پلخمري په شمرق او کارته اتفاق سیمو کې د یوې مېرمنې په ګډون دوه تنه وژلي او ۴۰۰ کورونه قسما ویجاړ شوي دي.

د شمالي فاریاب لولاش ولسوالۍ کې هم د شدیدو سېلابونو راوتلو له کبله د ۱۵ کسانو د وژل کېدو او ټپیانېدو خبر ورکړل شوی، خو لا تر اوسه کومې رسمي سرچینې دا مرګ‌ژوبله نه ده تایید کړې.

په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، افغانستان کې تازه سېلابونو تر ډېره بدخشان ولایت اغېزمن کړی او هلته د رپوټونو له مخې ۱۰ کسان وژل شوي، ګڼ کورونه او سړکونه ویجاړ شوي دي.

دغې ادارې پر اېکس (ټوېټر) د سېلابونو یوه وېډیو هم خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي چې دا په تېرو څو اونیو کې د سېلابونو یوه نمونه ده چې د هېواد په لر و بر کې یې لا له وړاندې ۸۰ زره وګړي زیانمن کړي وو.

په تېرو څو ورځو کې افغانستان کې د شدیدو ورښتونو له کبله راوتلو سېلابونو په بغلان، فاریاب او غور ولایتونو کې درانه زیانونه اړولي.

سېلابونو تر ټولو ډېر زیان د بغلان په ۱۱ ولسوالیو کې اړولی او زرګونه کورونه یې ویجاړ کړي او ګڼې داسې کورنۍ شته چې د شپې تېرولو لپاره هېڅ نه دي ورپاتې.

که څه هم له زیانمنو شویو خلکو سره مرستې شوې، خو د خلکو اړتیاوو ته په کتو مرستې بیا هم کمې دي.

سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو بهیر له وړاندې پیکه ښکاري، خو که سېلابونه نور زیانونه واړوي، د دې شونتیا شته چې د مرستو رسولو کمزوری بهیر لا نور ځنډنی شي.‌

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق