خبرهای مرتبط

جمع

بایډن: امریکا په کابل کې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژلی

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، چې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په کابل کې وژل شوی دی.

د کابل په شېرپور سیمه کې له برید دوه ورځې وروسته امریکا اعلان وکړ، چې دغلته یې د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري په نښه کړی دی.

د امریکا ولسمشر جوبایډن څو ساعته مخکې په سپینه ماڼۍ کې وویل، چې د ترهګرو دا مشر نور په نړۍ کې نه شته.

جو بایډن، د امریکا ولسمشر

بایډن وویل: «د امریکا متحده ایالتونو په بریالیتوب سره د افغانستان په کابل کې هوایي برید ترسره کړ چې پایله کې یې د القاعده امیر ایمن الظواهري ووژل شو. تاسو پوهېږئ چې الظواهري د اسامه بن لادن یو مشر و، دی به تل له بن لادن سره اوسېده، پر امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې نېټې برید پر مهال هغه د القاعده دوهم نمبر مشر و. هغه په ژوره توګه دغه برید کې شامل و. هغه د دې برید چې پایله کې یې ۲۹۷۷ خلک ووژل شول مسوول و. هغه له لسیزو راپه دې خوا د امریکایانو پر ضد حملې پلانولې.»

پر امریکا د ۲۰۰۱ کال له برید وروسته الظواهري متحدو ایالتونو ته یو لوی هدف و او د هغه پر سر یې ۲۵ میلیونه ډالره جایزه ایښې وه.

الظواهري د ۲۰۱۱م کال له مې میاشتې را په دې خوا چې د القاعده شبکې بنسټ ایښودونکی اسامه بن لادن ووژل شو، دغه شبکه رهبري کوله.

الظواهري د مصر تبعه دی او په وروستیو کلونو کې یې څو ځله د وژلو اوازې خپرې شوي دي.

تېره مې میاشته کې د ملګرو ملتونو یوه راپور وښوده، چې الظواهري د اسلامي امارت له مشر ملا هیبت‌الله اخوندزاده سره بیعت تجدید کړی دی.

امریکایي رسنیو د هغه هېواد د چارواکو په حواله ویلي، چې پر نوموړي د یکشنبې د جولای ۳۱مه د سهار په ۶ بجو او اتلسو دقیقو بې پیلوټه الوتکې برید وکړ.

خپلواکو سرچینو لا د دغه برید په اړه او دا چې رښتیا هم الظواهري په کې وژل شوی او که نه، څه نه دي ویلي.

اسلامي امارت بیا پر دغه برید غبرګون ښودلی او د نړیوالو اصولو او دوحې تړون ښکاره سرغړونه یې بللې ده.

د اسلامی امارت د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي، لومړیو کې د برید څرنګوالی معلوم نه و، خو په خبره یې د امنیتي او استخباراتي ارګانونو له پلټڼې وروسته په ډاګه شوه چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید و.

په خبرپاڼه کې راغلي: «دا ډول کړنې د تېرو شلو کلونو د ناکامو تجربو تکرار او د امریکا د متحده ایالاتو، افغانستان او سیمې د ګټو خلاف عمل دی.»

خو د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر رحمت نبیل په خپل ټوېټر ویلي، د دوحې تړون پر اساس امریکا دغه برید ترسره کړی.

اسلامي امارت ویلي، برید د هستوګنې پر یوه کور ترسره شوی، خو دا یې نه دي ویلي چې څوک په کې وژل یا ژوبل شوي دي او که نه.

دا پر کابل د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته په ظاهره د امریکا دوهم هوایي برید دی، چې ترسره کوي یې.

امریکا تېر کال اګست میاشت کې چې اسلامي امارت واک ته رسېدلي‌ و د کابل هوایي ډګر ته نژدې سیمه کې پر یوه کور هوایي برید وکړ.

لومړی امریکایي چارواکو وویل، چې هغه برید کې یې د داعش وسله وال په نښه کړي، خو وروسته څرګنده شوه چې د یوې کورنۍ لس غړي په کې وژل شوي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق