خبرهای مرتبط

جمع

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

ایا په رښتیا له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د ایستلو غوښتنه ولسمشر غني کړې وه؟

په داسې حال کې چې امریکايي ځواکونه د دوحې د توافق پر اساس له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي او له دې مخکې ولسمشر غني څو ځله له امریکايي چارواکو غوښتي وو څو خپل سرتیري له افغانستان څخه ونه باسي، خو تازه ولسمشر وايي چې له افغانستان څخه د سرتیرو د ایستلو غوښتنه د ده وه.

محمد اشرف غني چې د اوبو او برېښنا اوونۍ د پرانیسې په مناسبت یې یوې ناستې ته خبرې کولې وویل، دوه کاله مخکې ده د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته وویل چې خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي او کله چې بایډن دغه اعلان وکړ، نو دوی یې پرېکړې ته درناوی وکړ: «دوه کاله مخکې ما ورته وویل ولسمشر ټرمپ ته چې ووځئ، او تاسې ولیدل، هغه چې ورځ ولسمشر بایډن دغه فیصله وکړله، ما ورته وویل موږ احترام لرو، اوس په عملي کارونو باندې اخته یو. کوم تغییر چې راغلی دا دی چې په واقعي توګه خپله خپلواکي، خپله ولسواکي او بې طرفي او په عین حال کې بین المللي بې طرفي زموږ ضرورت ده.»

نوموړي وویل چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې لپاره هیڅ کومه پلمه نه لري او که دوی غواړي چې د افغانستان راتلونکي کې ځای ولري، نو د عامه تاسیساتو له ورانولو دې لاس واخلي: «د افغانستان په داخل او سیمه او نړۍ کې په مدني ټولنې باندې غږ کوم، چې له دې وروسته دغه فجایع خپلو خلکو او نړیوالو ته تشریح کړي. طالبانو پیغام مو څه دی، څوک وژنئ، څه شی له منځه وړئ، سبا به یې څنګه جوړ کړئ.»

ولسمشر غني وايي نړیواله ټولنه له افغان پوځ سره د ملاتړ لپاره پر خپلو ژمنو ولاړه ده او په مرستو کې هیڅ ډول کمښت نه دی رامنځته شوی: «زه نن غواړم د افغانستان عظیم ملت ته ډاډ ورکړم چې د اقتصادي مرستو په برخه کې هیڅ ډول کمی به رانه شي، پوره ډاډ ولرئ چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل کیږي، په تجهیراتو کې به یې ستونزه رامنځته نه‌شي، یو میلیارد ډالره امکانات د افغانستان شجاع ځواکونو ته انتقال وکړ.»

که څه هم ولسمشر غني وايي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه د ده له لوري مطرح شوې، خو دوه کاله مخکې امریکايي رسنیو د ولسمشر غني له هغه لیک څخه پرده پورته کړه، چې نوموړي له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې وه چې په بیړه دې ټول ځواکونه له افغانستان څخه نه وباسي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق