خبرهای مرتبط

جمع

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

ملګري ملتونه: د مذاکراتو بیا پیلېدو او افغان جګړې پای ته رسېدو هڅې دې ګړندۍ شي

ملګرو ملتونو یو ځل بیا د افغان سولې د مذاکراتو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې او ټینګار یې کړي، چې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره باید ښکېل لوري هڅې ډېرې کړي. د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره لیدنه کې کړې دي.

کابل کې د یوناما دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ولسمشر غني د شنبې په ورځ له ولسمشر غني سره لیدلي او پر روان وضعیت یې خبرې ورسره کړې دي. سرچینه وايي، مېرمن لایینز له افغان حکومته غوښتي، چې د مذاکراتو د بیا پیلېدو لپاره هڅې ډېرې کړي او ژر تر ژره دې د روانې جګړې د ختمولو لپاره هڅې وشي.

ملګرو ملتونو همدا راز ټینګار کړی چې دوی به په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي او هڅه کوي دلته د بشري حقونو د خوندیتوب، بشري مرستو، پرمختیایي چارو او نورو اړوندو بشري مسایلو کې خپلو مرستو او همکاریو ته ادامه ورکړي.

ملګري ملتونه دا غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا په قطر کې د افغان سولې خبرې په ټپه ولاړې دي او له بلې خوا په هېواد کې جګړو تر بل هر وخت شدت موندلی دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق