خبرهای مرتبط

جمع

اسپانیا تایید کړه چې درې وګړي یې د بامیانو برید کې وژل شوي دي

په افغانستان حکومت او بامیانو کې دوو سیمه‌ییزو سرچینو...

جنگ درفلسطین؛ معاون دبیر کل سازمان ملل: جهان راه خود را گُم کرده است

مارتین گریفیث، معاون امور بشردوستانۀ و هماهنگ‌کنندۀ کمک‌های اضطراری...

حملۀ روز گذشته در بامیان شش کشته بر جا گذاشت

وزارت داخلۀ حکومت سرپرست اعلام کرده که شمار تلفات...

درگیری میان نیروهای حکومت سرپرست و مرزبانان پاکستانی 18 کشته و زخمی برجا گذاشت

در نتیجه درگیری‌ میان نیروهای حکومت سرپرست افغانستان و...

نیویارک ټایمز: اسلامي امارت شپږ میاشتو کې د پخواني حکومت کابو ۵۰۰ پوځيان او کارکوونکي وژلي

دنیا ورځپانه: د یوې تازه څیړنې پایلې ښکاره کوي چې اسلامي امارت واک ته له رسیدو وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې د پخواني حکومت ۴۹۰ پوځیان او کارکوونکي وژلي او یا هم لادرکه شوي‌ دي.

د امریکا غږ په وینا، ددغه څیړنیز راپور له مخې چې د سه شنبې په ورځ (وري ۲۳) نیویارک ټایمز خپور کړی د هغو کسانو په منځ کې چې وژل شوي او یا هم لادرکه شوي، د افغانستان د پخواني‌ حکومت د نظامیانو او کارکوونکو خپلوان هم شامل دي.

نیویارک ټایمز ویلي‌ دي چې دغه راپور د اوو میاشتو په موده کې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د نهو خبریالانو په همکاري جوړ شوی او دا راپور تر دې مهاله د پخواني حکومت د پوځيانو او کارکوونکو په وړاندې د اسلامي امارت د غچ اخیستونکو بریدونو‌ په اړه جامع څیړنه ده.

ددغه څیړنیز راپور چمتو کوونکو ویلي چې د اسلامي امارت له خوا یې د افغانانو د وژلو او لادرکه کیدو ټول ۴۹۰ موارد په جلا جلا توګه څیړلي دي او ددې راپور په چمتو کېدو کې د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو د معلوماتو، عیني شاهدانو او د قربانیانو د کورنیو د غړو د څرګندونو څخه کار اخیستل شوی دی.

په راپور کې راغلي واک ته د اسلامي امارت تر رسیدو وروسته، هغوی د پخواني حکومت غړي تر نیولو وروسته ځورولی او بیا یې په ډزو وژلي او یا هم سرونه ورڅخه پرې کړي.

راپور زیاتوي، اسلامي امارت د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې چې دا راپور پکې چمتو شوی، د پخواني حکومت د پوځي او ملکي کارکوونکو په وژلو او لادرکه کیدو لاس پورې کړی دی.

په ټویټر او فیسبوک کې دونیا ورځپاڼه تعقیب کړئ

ددغه راپور له مخې یوازې په بغلان ولایت کې د پخواني حکومت ۸۶ پخواني پوځیان د اسلامي امارت له خوا وژل شوي‌ دي.

راپور د اسلامي امارت له خوا د عمومي عفوي اعلان د درواغو یوه ادعا بللې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت د عمومي عفوه د اعلان په پلمه، دام ته د پخواني حکومت د کارکوونکو د اچولو لپاره کار اخلي.

اسلامي امارت تر دې وړاندې د پخوانیو پوځیانو څخه د غچ اخیستلو تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي چې ددغو نظامیانو یو شمیر وژنې شخصي دښمنو سره تړاو لري.

د اسلامي امارت د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد (سلواغې ۱۱) د ملګرو ملتونو د راپور په غبرګون کې وویل: «د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه خبرې سمې نه دي چې ګنې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر حاکمیدو وروسته دپخواني حکومت سل تنه غړي وژل شوي.»

نوموړي زیاته کړې چې د دوی لخوا له عفوې وروسته هیچاته اجازه نشته چې چاته زیان ورسوي. هغه ټینګار کړی دی که د شخصي «انتقام جویي» له امله داسې کومه پیښه شوی وي، دوی یې پلټنه کړې او عاملین مجازات شوي دي.

خو د نیویارک ټایمز په راپور کې راغلي دي چې د پخواني حکومت د پوځیانو او ملکي کارکوونکو په وړاندې د اسلامي امارت غچ اخیستونکي بریدونه هدفمندانه او قصدي دي.

راپور همدارنګه ادعا کوي چې طالبان د غربي هیوادونو د مالي مرستو او ملاتړ د خپلولو په هدف د پخواني‌ حکومت د‌ پوځيانو او کارکوونکو د عمومي عفوي په اړه درواغ وایي او غواړي ښکاره کړي چې دا ډله بدله شوې ده.

د راپور چمتو کوونکو وویل هغوی هڅه وکړه چې ددې تحقیق په اړه د اسلامي امارت نظر هم واخلي خو ځواب یې ترلاسه نکړ.

د لنډ خبر لینک

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق