د ۲۰۲۴ کال د کرېکټ شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان یوګانډا ته په خورا لوی توپیر ماتې ورکړه

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام کې خپله لومړنی لوبه کې په ستر توپیر بریا خپله کړه. په (سي) ګروپ کې د افغانستان لومړنۍ لوبه د یوګانډا خلاف وه، چې د ۱۲۵ منډو په توپیر افغانستان وګټله.

د بي بي سي په وینا، افغان لوبډلې په نننۍ سیالي کې لومړی توپوهنه وکړه، د ټولو ۲۰ اوورنو له لوبې وروسته یې پنځه وېکټې له لاسه ورکړې، ۱۸۳ منډې یې وکړې او یوګانډا ته یې د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.

یوګانډا لوبډلې بیا په ۱۶ اورونو کې ایله ۵۸ منډې وکړې او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل.

فضل حق فاروقي د افغانستان له لوري تر ټولو کامیاب بالر ثابت شو، چې یوازې د نهو منډو بدل کې یې پنځه وېکټې ترلاسه کړې.

راشد خان او نوین الحق دوې، دوې او مجیب الرحمان یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د یوګانډا لوبې پیل ښه نه و او د لوبې تر اتم اوور پورې یې یوازې د ۲۸ منډو بدل کې پنځه لوبغاړي له میدانه بهر شول. له دې پنځو لوبغاړو یو هم و نه توانېد د خپلو منډو شمېر دوه عدده کړي.

افغان بالرانو پرلپسې ویکټې ترلاسه کړې او یوګانډا لوبغاړو ته یې فرصت و نه کړ، چې تر ډېره میدان کې پاتې شي.

د ۱۳ اوور تر لوبې پورې یوګانډا د ۴۸ منډو بدل کې اته لوبغاړي له لاسه ورکړل.

رحمان الله ګوربز او ابراهیم ځدراڼ د افغانستان له لوري لومړی لوبه پیل کړه.

د افغانستان د لوبې پیل خورا چټک و بشپړه شوه.

د افغانستان لومړۍ وېکټه د لوبې په ۱۵م اوور کې وغورځېده، چې ابراهیم ځدراڼ د ۷۰ منډو له جوړولو وروسته د مسابا په توپ کلین بولډ وسوځېد.

ابراهیم له ۴۶ توپونو د یوې شپږیزې او نهو څلوریزو پر مټ ۷۰ منډې ترلاسه کړې.

ورپسې رحمان الله ګوربز هم د ۷۶ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد. نوموړي له ۴۵ توپونو د څلور شپږیزو او همدومره څلوریزو دا منډې ترلاسه کړې.

د افغانستان د دوو لومړنیو لوبغاړو له سوځېدو وروسته نورو افغان لوبغاړو د منډو لړۍ روانه ونه شوه ساتلی او یو پر بل پسې وسوځېدل. په وروستیو ۶ اورونو کې افغان لوبغاړو یوازې ۳۱ منډې وکړې او ۵ لوبغاړي یې وسوځېدل.

نجیب ځدراڼ چې د لوبډلې تجربه لرونکی توپ وهونکی دی، په درېیم نمبر توپوهنې ته راکوز شو خو یوازې دوې منډې یې وکړې. محمد نبي هم د معمول خلاف وختي توپوهنې ته راغی خو هغه هم د لوبې په وروستیو اورونو کې د پام وړ منډې ونه کړې.

د پرویډیننس په لوبغالي کې په دودیز ډول ورو توپ اچونکي ښه ځلېږي او هاغه ده چې افغان لوبغاړو د یوګانډا د لوبډلمشر براین مسابا په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او دوه لوبغاړي یې هم وسوځول.

په وروستیو کې د افغان توپوهونکو له نه ځلېدا سره – سره د یوګانډا لپاره د ۱۸۴ منډو هدف لوړ و او وروسته بیا افغان توپ اچونکو سیاله لوبډله په یوازې ۵۸ منډو وسوځوله او دا لوبه یې د ۱۲۵ منډو په توپیر وګټله. د یوګانډا لپاره تر ټولو ډېرې منډې روبینسن وکړې خو له ۱۴ منډو جوړولو وروسته د فضل حق فاروقي له لورې وسوځېد.

په افغان توپ اچوونکو کې فضل الحق فاروقي لوبډلې ته ښه پیل ورکړ او د لومړي اوور په دویم او درېیم بال یې دوه لوبغاړي وسوځول. له هغه وروسته د یوګانډا لوبغاړو د سوځېدو لړۍ پیل شوه. فضل الحق فاروقي چې په ۴ اورونو کې یې د ۹ منډو په ورکولو ۵ لوبغاړي وسوځول، د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دغه راز راشد خان او نوین الحق ۲-۲ او مجیب ځدراڼ یوه ویکټه ترلاسه کړه.

د افغان لوبډلې لپاره دا بری د مخکې تګ لپاره مهم دی، ځکه که دوې نورې لوبې وګټي نو د ۸ غوره لوبډلو پړاو ته تګ یې یقیني کېږي. له دې وروسته د افغان لوبډلې بله لوبه له نیوزېلنډ سره په همدې لوبغالي کې د روانې جون میاشتې پر ۸مه نېټه کېږي. هغه لوبه د افغان لوبډلې لپاره ډېره مهمه ده. خو په دومره لوی توپیر له یوګانډا د لوبې ګټل یې رن رېټ لوړ ساتي.

افغانستان به خپله دریمه سیالي له پي این جي سره او څلورمه له کوربه ویسټ انډيز سره ترسره کوي.

د یادونې ده، چې یوګانډا لومړی ځل د نړیوال جام سیالیو ته لار موندلې او د افغانستان لپاره بیا دا ۷ ځل دی، چې په دې سیالیو کې برخه اخلي. افغانستان لومړی ځل د ۲۰۱۰ کال په نړیوال جام سالیو کې برخه اخیستې وه.

یوګانډا لوبډله د ای سي سي بشپړ غړي هېواد زمبابوې ته لومړی ځل په پنځو وېکټو له ماتې ورکولو وروسته د نړیوال جام سیالیو ته لار موندلې.

افغانستان له دې مخکې دوې تمریناتي لوبې کړې، چې له عمان سره یې لوبه د باران له کبله لغو شوه خو د سکاټلنډ پر وړاندې دویمه تمریناتي لوبه یې په لوی توپیر (۵۵ منډو) وګټله.

په سږني نړيوال جام کې شل لوبډلې لوبېږي، چې په پنځو ګروپونو وېشل شوي او ټولې ۵۵ لوبې کېږي.

افغانستان په سي ګروپ کې له یوګانډا، ویسټ‌ انډیز، نیوزیلنډ او پي‌ اين‌ جي سره شامل دی.

د نړیوال جام روانې سیالۍ له لومړۍ ورځې له هیجانې ډکې دي او د امریکا او کاناډا تر منځ لومړنۍ سیالي له اټکله زیاته جالبه لوبه وه، چې امریکا لوبډلې د کاناډا ۱۹۵ منډو هدف ته د رسېدو سیالي کوله.

دغه راز وړمه شپه د کوربه لوبډلې ویسټ انډیز او پاپوا نیوګني (پي این جي) تر منځ لوبې په هکله هم فکر کېده، چې اسانه به وي، خو یو وخت پي این جي لوبډله خورا ښه وځلېده او د ویسټ انډیز لوبډلې لپاره د ۱۳۷ منډو هدف ته رسېدل خورا ګرانه چاره معلومېده.