د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، چې په افغانستان کې تر څلویښت سلنه ډېرې ښځې د وینې په کمښت اخته دي.
دې راپور کې به تاسې په ښځو او عمومي ډول د انسان په بدن کې د وینې کمښت نښو نښانو، د دې ناروغۍ مخنیوي او درملنې په اړه ولولئ.
د انسان په بدن کې د وينې د کمښت رامنځتهکېدو اصلي سبب دا دی، چې د بدن څخه وينه زیاته ضايع شي، په بدن کې د سرو حجراتو په توليد کې کمښت او مصرف کې یې زیاتوالی راشي.
ښځې په کوم عمر کې د وینې کمښت سره ډېرې مخامخ کېږي؟
د ډاکټر عزیزه جاوید په وینا، ښځو کې د وینې کمښت د ۱۵ کلنۍ څخه تر ۴۹ کلنۍ پوره زیاته پېښېږي
۲۴کلنه نیلاب سلطاني، یو له هغو نجونو څخه ده، چې څه موده وړاندې د وینې کمښت له ناروغۍ سره مخ وه. نوموړې په دې اړه وایي: کله به مې چې د کور کار کوه، ژر به ستړې کېدم، خوب کې مې زیاتوالی راغلی وه، او د زړه ټکان به مې درلوده، د دې حالت لپاره مې اندېښمنه وم، تر دې چې ډاکټر ته لاړم او د وینې کمښت ضد درملو خوړل مې پیل کړل. ورو ورو مې حالت کې بدلون راغلی او اوس ځان غوره احساسوم.
د وینې کمښت نښې نښانې کومې دي؟
متخصصه اغلې جاوید وایي، په عمومي ډول کله چې د انسان په وجود کې د وینې کمښت رامنځته کېږي لاندې نښې نښانې لري:
۱- ژر ستړي کېدل
۲- د سترګو رنګ زېړوالی
۳- ستوماني او بې اشتها درلودل
۴- کله کله سپکه تبه او سستي
۵- سپک سرچرخي او د سردرد لرل
۶- د پوستکې رنګ يې سپيره وي
۷ـ د حرکت په وخت کې د زړه ټکان زیاتېدل
۸- د لږ کار په کولو سره د ستړيا حس درلودل
د وينې د کمښت درملنه:
د وینې کمښت د درملنې په اړه مې له ډاکټر عزیزه جاوید څخه وپوښتل نوموړې زیاته کړه،
د وينې د کمښت د لپاره بېلابېل درمل شته، چې ناروغ باید ژر تر ژره ډاکټر ته لاړ شي. ترڅنګ یې د سبزیجات، مېوه، سره غوښه، د چرګ غوښه، هګی، کبان، سره ممیز، د غنمو ډوډی، وچ زردالو، بادام… خوړل هم د ناروغ لپاره ګټور دي.