خبرهای مرتبط

جمع

آمار جان‌باخته‌گان سیل در فاریاب به ۶۶ نفر رسید

مسئولان محلی حکومت سرپرست در فاریاب می‌گویند که شمار...

اسپانیا تایید کړه چې درې وګړي یې د بامیانو برید کې وژل شوي دي

په افغانستان حکومت او بامیانو کې دوو سیمه‌ییزو سرچینو...

جنگ درفلسطین؛ معاون دبیر کل سازمان ملل: جهان راه خود را گُم کرده است

مارتین گریفیث، معاون امور بشردوستانۀ و هماهنگ‌کنندۀ کمک‌های اضطراری...

کورونا وېروس؛‌ د ځېرک ټیلېفونونو خرڅلاو پاموړ رالوېدلی

په نړۍ کې د کورونا وېروس د خپرېدو له کبله د ځیرک ټیلېفونونو د تولید پر پلان او د پېرودونکو د کمښت له کبله ددغو موبایلونو خرڅلاو تر ټولو ټیټې کچې ته راښکته شوی دی.

د “سټراټیجي انالیټکس” په نامه شرکت په رپوټ‌کې راغلي، په تېره فبرورۍ میاشت کې د ځیرک ټیلېفونونو خرڅلاو په کلنۍ کچه په سلو کې ۳۸ سلنه رالوېدلی دی.

د رپوټ څارونکې لینډا سوی وايي، په چین کې د کورونا وېروس خپرېدو د ځیرک ټیلېفونونو پر بازار ډېر اغېز کړی دی:‌

“ځینې اسیايي فابریکې د ځیرک ټیلېفونونو د جوړولو توان نه لري، په ورته وخت کې ګڼ مشتریان هم د نویو موبایلونو اخیستو او یا په پرچون ډول د موبایلو پېرلو لپاره پلورنځیو ته نه ورځي.”

فبروري میاشت د موبایلونو د خرڅلاو له اړخه تر ټولو ګټیالۍ میاشت وي، ځکه چې په دې میاشت کې د ځیرکو ټیلېفونونو نړیوال کنفرانس هم جوړېږي، چې تر ډېره په کې شرکتونه خپل نوي موبایلونه نندارې او بازار ته وړاندې کوي، چې سږ کال د کورونا وېروس له کبله دا کنفرانس لغوه شو.

سامسونګ شرکت چې په فبرورۍ کې یې د خپل نوي “اېس۲۰” موبایل رایستلو هوډ کړی و، خپل دا نوی موبایل هومره خرڅ نه شو کړای لکه تېر کال یې چې له دې اړخه ګټه کړې ده.‌

اپل شرکت هم ویلي،‌ چې خرڅلاو او ګټه یې ډېره راټی‍ټه شوې ده.

کورونا وېروس؛ خپل موبایل څنګه پاک کړو؟

د “سټراټیجي انالیټک” شرکت اجرایوي مشر نیل ماسټون وايي: “د ۲۰۲۰ فبروري میاشت په نړۍ کې د ګرځنده ټیلېفونونو د خرڅلاو بازار کې تر ټولو له ټیټې کچې سره مخامخ و.”

دی زیاتوي: “په چین کې او بیا ټوله اسیا او په پای کې په ګرده نړۍ کې د ځیرکو ټیلېفونونو د وړاندې کولو او تقاضا کچه راولوېده.”

دغه څېړنیز شرکت وايي، اټکل کوي چې دا وضعیت به د مارچ میاشتې تر پایه دوام وکړي، په تېره کله چې اروپا او امریکا ته د کورونا وېروس ډېر زیان واړاوه.‌

د ګرځنده موبایلونو د شرکتونو ګڼ کارمن او احتمالي مشتریان اوس په کورونو کې قرنطین شوي او پلورنځیو ته د موبایلونو اخیستو لپاره زړه نه ښه کوي.

په ورته وخت کې اپل روانه اونۍ د دوو نویو تولیداتو (ایپډ پرو او مک‌بوک ایر) کمپیوټر رایستلو اعلان کړی.‌

څېړونکي بن ووډ بي بي سي ته وویل: “څومره چې زما په یاد دي، دا لومړی ځل دی چې اپل شرکت په ډېره تواضع او ساده ډول د خپل تولید اعلان کوي.”

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق