د افغانستان ملي تلوېزیون ویلي، د بزکشۍ له فدراسیون سره په همغږۍ یې د کورونا وېروس د خپرېدو له وېرې او د وګړو د خوندیتوب پخاطر یې د وزلوبې لیګ سیالۍ لغوه کړې دي.
ملي تلوېزیون پر ټوېټر د دغه تلوېزیون د عمومي رییس اسمعیل میاخېل له خولې لیکلي: “کرونا وېروس يوه جدي ستونزه ده، نو له پامه يې نه شو غورځولی، موږ ته د خپلو وګړو ژوند لومړيتوب لري، ځکه مو د بزکشۍ ليګ لغوه کړ.”
په افغانستان کې د وزلوبې لیګ د نوي کال په مناسبت د سې شنبې په ورځ (مارچ ۹) پیل شو.
له کابو څلوېښت کلن ځنډ وروسته دا لومړی ځل دی چې د وزلوبې لیګ په افغانستان ترسره کیږي.
د وزلوبي دا سیالي د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون او د افغانستان د وزلوبې د فدراسیون له خوا په ګډه د نوي کال په مناسب جوړه شوې ده.