خبرهای مرتبط

جمع

دیورند؛ حکومت او طالبان ولې چوپ دي؟!

په وروستیو کې له لر او بر افغانانو سره د ډیورنډ کرښې په اړه اندېښنې خورا زیاتې شوي دي. دوی د دې لپاره اندېښمن دي چې پاکستاني پوځیان په دوامدار ډول هڅه کوي چې په دغې کرښه اغزن سیم وغځوي او په ځینو مواردو کې خو آن له کرښې کیلومترونه دېخوا هم راغلي دي، خو پر وړاندې یې معنا داره چوپتیا حاکمه ده. پاکستان تقریبا په ډېری مهمو نقطو کې تاسیسات جوړ کړي، خو نه په لر کې او نه هم په بر کې داسې حرکت رامنځته نه شو چې د پاکستان د دغه کار مخه ونیسي، بلکې د بې وسانو په شان ورته کتل کیږي. د کوزې پښتونخوا ولسونه ممکن ځینې مجبوریتونه ولري، اما په بر کې هم اوس پر ډیورنډ چوپتیا حاکمه ده. نه د افغانستان حکومت ځان ته ټکان ورکوي، بلکې داسې ښکاري چې خبره یې ورسره خلاصه کړې وي او نه هم د حکومت مخالف وسله وال طالبان په دې برخه کې عکس العمل ښيي. په تازه کې پاکستانیو رسنیو د افغانستان د حکومت او د دوی د وسله والو مخالفینو(طالبانو) پر معناداره چوپتیا لیکنې کړې دي او داسې یې تعبیر کړې چې ګني دواړه لوري پر دې وضعیت راضي ښکاري.

که څه هم د پاکستان مطبوعاتو مهمو موضوعاتو ته اشاره کړې او باید حکومت او طالبانو په دې برخه کې جدي غبرګونونه ښودلي وای او پاکستاني لوری یې اقداماتو ته نه وای پرې ایښی. هر کله لیدل شوي، ترڅو چې ولسونو غبرګون نه وي ښودلی، حکومت آن یوه اعلامیه هم نه خپروي، موږ د دور بابا د دروازې او تر هغه مخکې د ګڼو داسې پېښو شاهدان یو چې حکومت اصلاً ورباندې معناداره چوپتیا غوره کړې او په ځینو مواردو کې یې د غږ اوچتوونکو ته سزا هم ورکړې ده چې د دور بابا د پخواني ولسوال سرنوشت یې ښه مثال کیدای شي. طالبان هم ورباندې داسې ګونګي دي چې په تېرو شلو کلونو کې یې یو ځل هم په دې برخه کې اعلامیه نه ده صادره کړې او تاریخ به د دې شاهد پاتې شي.

که څه هم اړینه وه چې دواړو لوریو ورباندې توند غبرګونونه ښکاره کړې وای او اجازه یې نه وای ورکړې چې پاکستان دومره په سپین سترګۍ عمل کړی وای، اما په هر صورت، باید یادونه وشي چې د ډیورنډ د ولس ملکیت دی او لر او بر ولسونو یې په اړه هر وخت او هر کله خپل غبرګون ښودله او د هر اغیار دخالتونه یې غندلي دي. ولسونه به له دې وروسته هم پر ډیورنډ سر ورکوي او کله به هم چا ته اجازه ور نه کړي چې په دې برخه کې پټه او ننګینه معامله وکړي. په همدې خاطر باید د پاکستان مطبوعات، استخبارات او نور بنسټونه باید درک کړي چې ډیورنډ په لر او بر ولسونو پورې اړه لري او چې ولسونه یې ونه مني، حکومتونه او تحریکونه یې هیڅکله هم منلی نه شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق