خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

مشورتي لویه جرګې سره د طالبانو او د ولسي جرګې د رئیس مخالفت

طالبان: مشورتي لویه جرګه قانوني حیثیت نه لري او د ملت استازولي نه‌شي کولی

رحماني:  کله چې ولسي جرګه کې د خلکو رښتني استازي حضور ولري، د هر ډول لویې جرګې جوړیدل غیر قانوني دي

د افغانستان د ولسي جرګې رئیس او د طالبانو ډلې د طالب زندانیانو د خوشې کولو په هکله د مشورتي لوی جرګې جوړول یو غیر قانوني اقدام بللی دی. د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني، ویلي دي چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو په اړه د تصمیم لپاره د مشورتي لوی جرګې جوړول “غیرقانوني” اقدام دی.

ددې سره جوخت طالبانو هم د حکومت له لورې د مشورتي لوی جرګې راغوښتل د سولې د هڅو پر وړاندې د موانعو رامنځ ته کول ګڼلي او ویلي یې دي چې دا ډول جرګه “قانوني حیثیت” نه لري. جمهور رئیس غني د لوی اختر په لومړۍ ورځ اعلان وکړ چې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کول چې ویل کیږي “حق العبدی ادعاوی” پرې شته د هغه د صلاحیت په چوکاټ کې نه دي او په مشورتي لویه جرګه کې د افغانستان د ولس استازي باید په دې هکله تصمیم ونیسي. د افغانستان حکومت په پام کې لري چې د جمعې په ورځ اګست ۷ (زمري ۱۷) کابل کې مشورتي لویه جرګه جوړه کړي.

ښاغلي رحماني د جمهور رئیس محمد اشرف غني سره له کتنې او د سولې د مشورتي لوی جرګې د بحث په هکله لیکلي: «کله چې د ملي شورا په مجلس کې د خلکو رښتني استازي حضور لري د هر ډول لویې جرګې جوړیدل غیر قانوني دي.»

جمهور رئیس غني د سې شنبې په ورځ اګست څلورمه د افغانستان د ملي شورا د دواړو جرګو – ولسي جرگې او مشرانو جرگې – د رئیسانو او اداري هیت سره د مشورتي لوی جرګې د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

د ولسي جرګې رئیس ویلي دي چې دولت باید د مهمو او برخلیک جوړوونکو ملي مسایلو په ځانګړې توګه د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د ۴۰۰ طالب بندیانو د تبادلې په هکله ملي شورا د غړو سره فوق العاده ګډه غونډه وکړي.

د طالبانو ډلې هم د لوی جرګې د جوړیدو په اړه د حکومت د اقدام په غبرګون کې ویلي چې د سولې په اړه د رامنځ ته شوي فرصت نه باید استفاده او د موانعو له ایجادولو ډډه وشي. طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي: «ممکن له دې جرګې څخه نور هم د افغان ولس د هیلو او سولې پر خلاف استفاده وشي، نو له سرتاسري سولې او سیاسي توافق څخه مخکې داسې جرګې راغوښتل، د ملت نماینده‌ګي نه شي کولی او کوم قانوني حیثیت هم نه لري، ځکه چې د کابل اداره قانوني نه ده.»

د امریکا- طالبانو د سولې د موافقې له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹ په قطر کې لاس لیک شوه، د افغانستان حکومت باید ۵۰۰۰ طالب بندیان خوشې کړي وای او طالبان باید د دولت ۱۰۰۰ تنه زندانیان ازاد کړي وای. طالبانو دا شمیر بندیان آزاد کړي دي. طالبان پر هغه لیست چې دمخه د افغانستان حکومت ته سپارل شوی ټینګار کوي. دغه ډلې ویلي، ترڅو په لست کې شامل ټول بندیان خوشې نه‌شي بین‌الافغاني مذاکرات به پیل نه‌شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق