خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

حامد کرزی: که مشورتي لویه جرګه خنډونه لرې، اوربند تامین او بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي، د تائید وړ ده

حامد کرزي د سولې مشورتي لویې جرګې د رئیس په توګه د ډاکټر عبدالله د انتخابېدو تود هرکلی کړی

د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي په هیواد کې د دایمي سولې او ټیکاو د راتلو په هدف په کابل کې د سولې د مشورتي لویې جرګې له دایریدو او په همدې ډول د یادې جرګې د رئیس په توګه د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس د ګمارل کیدو هرکلی کړی.

 د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «له اوږدې مودې راهیسې په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هڅې روانې دي، خو دغه هڅې په مختلفو مراحلو کې له ځنډ او خنډ سره سره مخ شوي دي. دا په دواړو خواوو کې د افغانانو ملي مسوولیت دی چې ژر تر ژره د سولې د بین الافغاني خبرو پر وړاندې هر ډول خنډ لرې او د باور فضا رامنځته کړي. یوازې د متقابل درک، احترام او باور په فضا کې رښتیني بین الافغاني مذکرات په هیواد کې تلپاتې سولې ته لار اوارولی شي.»

خبرپاڼه زیاتوي: « د روان کال د زمري په اوولسمه نېټه د طالبانو د اسلامي تحریک د بندیانو د خوشې کیدو په هدف مشورتی لویه جرګه دایریږي. هیله څرګندوم چې دغه مشورتی جرګه یوازې د سولې د ملي حیاتي مرام لپاره د بین الافغاني خبرو پر فوري پیل تاکید وکړي او ټول هغه اقدامات ترسره کړي چې تر جرګې وروسته سراسري اوربند تامین، بین الافغاني مذاکرات فورا پیل او او په هیواد کې تلپاتې سوله ټینګه شي.» ښاغلي کرزي ویلي چې که چیرته دغه مشورتي جرګه پورتنیو اهدافو ته د رسیدو لپاره اقدامات ترسره کړي، د ده په خبره «د تائید وړ ده.»

په همدې ډول د هیواد مخکیني ولسمشر حامد کرزي د سولې د مشورتی لویې جرګې د رئیس په توګه د ملي مصالحې د عالی شورا د رئیس ښاغلي ډاکټر عبدالله عبدالله د انتخابیدو هرکلی کړی، دا یې یوه پر ځای او غوره ټاکنه بولي او په هیواد کې د سرتاسري سولې او ثبات د ټینګښت په موخه نوموړي ته یې په چارو کې د بریا غوښتنه کوي. نوموړي په همدې ډول له استاد عبدالرب رسول سیاف نه مننه کړې چې د سولې د جرګې د پرانیست غونډې مشري یې کړې. حامد کرزي په همدې ډول د سولې د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوب غونډه کړې او ټینګار یې کړی چې په هیواد کې د سولې د تامین یوازینۍ لار د افغانانو تر منځ خپلمنځۍ خبرې اترې دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق