خبرهای مرتبط

جمع

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

د حکومت او طالبانو تقابل

په خبرپاڼه کې د ولسمشر محمد اشرف غني هغو څرګندونو ته اشاره شوې چې څلور سوه خوشې کېدوونکي طالب بندیان يې نړۍ ته خطرناک بللي دي. وسله‌والو طالبانو د دوی د خوشي کېدونکو بندیانو او بین الافغاني مذاکراتو په اړه د افغان حکومت ځينې وروستۍ څرګندونې له حقیقته لرې بللې دي او غوښتنه يې کړې چې د مذاکراتو په درشل کې دې له ‘پاروونکو’ خبرو ډډه وکړي.

په خبرپاڼه کې د ولسمشر محمد اشرف غني هغو څرګندونو ته اشاره شوې چې څلور سوه خوشې کېدوونکي طالب بندیان يې نړۍ ته خطرناک بللي دي. وسله‌والو طالبانو پرون شنبې (زمري ۲۵/ اګست ۱۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی د هېڅ بهرني هېواد لپاره ګواښ نه و او نه به وي.

طالبان دا خبره د ولسمشر غني تر هغو څرګندونو دوه ورځې وروسته کوي چې تېره پنجشنبې يې په امریکا کې یوه فکري مرکز ته په یوه وېډيويي کنفرانس کې کړې وې. ښاغلي غني ویلي وو چې د څلور سوه پاتې طالب بندیانو په خوشي کولو سره د سولې یوه لویه برخه بيه پرې کوي او په خبره يې داسې هېڅ ضمانت نشته چې خوشي شوي طالبان دې پر امنیتي ګواښ بدل نه شي: «اوس موږ د دغې بيې یوه لویه برخه پرې کړې او دا مانا لري چې سوله به پایلې هم ولري، د خطرناکو مجرمانو او د نشه‌يي توکو قاچاقیانو خوشي کول ښايي موږ، امریکا او نړۍ ته خطر پېښ کړي.» اوس بي بي سي لیکي چې طالبانو دا خبره رد کړې او دا یې د ‘پروپاګند’ په مرسته د نړيوالو ‘پارونه’ بللې ده.

طالبان دا خبره د ولسمشر غني تر هغو څرګندونو دوه ورځې وروسته کوي چې تېره پنجشنبې يې په امریکا کې یوه فکري مرکز ته په یوه وېډيويي کنفرانس کې کړې وې.

د یادولو ده چې وړمه ورځ له څرخي پله زندانه اتیا طالب بندیان خوشي شول چې د افغانستان د ملي امنیت شورا په خبره، دا د هغو پاتې څلورو سوو طالب بندیانو له ډلې دي چې مشورتي لویې جرګې يې د خلاصون پرېکړه کړې وه. د افغانستان د ملي امنیت شورا په خبره، له څرخي پله زندانه يې وړمه ورځ اتیا طالب بندیان خوشي کړل چې د څلورو سوو پاتې طالب بندیانو له ډلې دي.

په قطر کې د امریکا او طالبانو تر منځ د هوکړې له مخې د بین الافغاني مذاکراتو د پېلولو لپاره د طالبانو یو مهم شرط همدا و چې شاوخوا پنځه زره طالب بندیان خوشي شي. تر اوسه د څه باندې څلورنیم زرو طالب بندیانو د خوشي کېدو پخلی شوی او شاوخوا څلور سوه نور پاتې وو.

مخکې افغان حکومت ویلي وو چې دغه څلور سوه طالب بندیان لويې جرمي دوسیې لري او د خوشي کولو پرېکړه يې ولسمشر نشي کولی. هماغه و چې مشورتي لویه جرګه راوبلل شوه، جرګه والو د بندیانو د خوشي کولو سپارښتنه وکړه او ولسمشر غني يې د خلاصون امر لاسلیک کړ.

که څه هم له هماغه راهیسې یوازې اتیا طالب بندیان خوشي شوي دي او معلومه نه ده چې پاتې زندانیان به کله خوشي شي، خو ولسمشر غني او جرګه والو له طالبانو غوښتي چې باید ثابته کړي، خوشي شوي طالبان به بېرته د جګړې ډګر ته نه ورګرځي. د دواړو لورو تر منځ دا وړ څرګندونې داسې مهال کېږي چې د جرګې تر پرېکړې وروسته بین الافغاني مذاکراتو پېلېدو ته د خلکو سترګې او هیلې دي. په پام کې ده دغه مذاکرات د قطر په دوحه کې ترسره شي.

خو د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وایي، غوره ده چې طالبان د افغانستان ننني واقعیتونه درک کړي. د نوموړي په خبره، د طالبانو اصلي طرف افغان دولت دی چې د افغانانو د غوڅ اکثریت استازیتوب کوي.

صدیقي وایي، د طالبانو وروستۍ څرګندونې د پلمو او د سولې پروسه کې د وخت ضایع کولو ادامه ده. هغه زیاته کړې، د خطرناکو غړو له خوشې کولو وروسته له طالبانو سره هیڅ پلمه نه ده پاتې. صدیقي وایي، د دې وخت را رسېدلی، دا ډله چې د افغان ملت د هیڅ برخې استازیتوب نه کوي، له تاوتریخوالي لاس واخلي او د جګړې د پایته رسېدو لپاره د افغانستان د خلکو غوښتنې ومني.

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې چارسمبالي وزیر حنیف اتمر د قطر دولت د صدراعظم مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان الثاني سره پر ټلیفون خبرې کړې دي او هغه ته يې د لويې جرګې د پرېکړو، د بندیانو د خوشي کولو، له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو او ځینو نورو مسلو په اړه د افغان حکومت د اقداماتو په هکله مالومات ورکړي دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق