خبرهای مرتبط

جمع

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

د نشنال انټرسټ: طالبان ښیي چې جګړه یې د ارزښتونو لپاره نه، بلکې د قدرت لپاره ده

د نشنال انټرسټ په نامه ویبپاڼې په یو راپور کې لیکلي، طالبان فکر کوي چې د سولې خبرو کې ځنډ او ځینې مسائلو ته ژر غاړه نه اېښودل به وکولی شي دوی اسلامي امارت ته ورسوي.

راپور کاږي، د افغانستان له اوږدې جګړې؛ نه یوازې افغانان بلکې ټول هغه اړخونه ستړي شوي دي چې په دې جګړه کې یې د یوې خوا لوری کاوه، خو په وروستیو کې سولې ته د افغانانو هېلې هم ورو ورو په یو خیال بدلېږي او په همدې توګه طالبان ښیي چې جګړه یې د ارزښتونو لپاره نه، بلکې د قدرت لپاره ده.

راپور کې وړاندې راغلي، طالبان د دې لپاره چې خپله جګړه توجیه کړي په بیلابیلو بهانو له افغان دولت سره مذاکرات ځنډوي په داسې حال کې چې له اصلي اړخ سره یې د سولې هوکړه پخوا لا کړې ده.

د راپور له مخې، طالبان په دې موخه د سولې خبرې په بیلابیلو بهانو ځنډوي چې له امریکایي لوري سره یې مذاکراتو څخه زده کړي چې که چېرته له ځینو مسائلو په شا شي او مخالفتونه شدید کړي، نو کولی شي له امریکا ډېر امتیازات تر لاسه کړي.

 د یاد اوږده راپور یوه برخه کې راغلي، امریکا او نور بهرني دولتونه او بنسټونه په دې باور دي چې که څه هم د افغان جګړې د بین الافغاني اړخونو لپاره یو توافق ته رسېدل وخت ته اړتیا لري، خو طالبان باید د افغانستان اوسني واقعیتونه درک، مذاکرات پیل او شته ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق