خبرهای مرتبط

جمع

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

کاهش کمک‌ها و ابتلای سه میلیون کودک به سوءتغذیه در افغانستان

سازمان جهانی غذا با ابراز نگرانی از شرایط افغانستان...

خپلواکي، ناامني او ناهیلي!

پرون د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو ۱۰۱مه کالیزه وه. په دې ورځ افغانان د ځانګړې خوشحالۍ احساس لري او ځانونه د نړۍ د نورو ازادو ملتونو په شان ازاد، باوقاره، باعزته او مغرور احساسوي او د مالکیت احساس یې خورا لوړ وي. په دې ورځ افغانان احساسوي چې د دې وطن خاورې، تیږې، غرونه سیندونه، غمونه او خوشحالۍ او هرڅه د دوی دي او بل هیڅوک هم په کې کار نه شي درلودلی.

اما خپلواکي هغه مهال لذت لري او ملت او دولت یې په ویاړ نمانځلی شي چې هیواد له هیڅ ډول ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او په ځانګړې توګه له امنیتي بحرانونو او ګواښونو سره مخ نه وي او ملت او دولت دواړه له یو بل قربان وي.

کله چې د نظام او ولس ترمنځ فاصله رامنځته شي، نو ارومرو ملت ناراضه کیږي او د ناراضۍ عواقب خورا خطرناک وي چې آن خبره د نظام او دولت سقوط ته هم رسیږي. افغانانو په تېرو څلورو لسیزو د ولس او نظام ترمنځ د واټن ګڼ ژوندي مثالونه لیدلي دي او د ټولو نتایج یې هم د سر په سترګو لیدلي او د بدن په پوستکي لمس کړي دي، چې خورا بد او تباه کوونکي وو. موږ که چیرته دغه ستونزې نه وای زغملی د نړۍ د نورو پرمختللو ملتونو په شان به مو د ازادۍ مزه هم ښه احساس کوله او زښت زیات خوند به مو ترې اخیست.

اما په اوس کې چې جګړه روانه ده او د خپلو نیکونو په همت، سرښندنو او قربانیو ترلاسه شوې خپلواکي هم نه شو نمانځلی. پر کابل ښار د راکټونو باران د افغانانو دغه درد یو ځل بیا نړۍ ته وښوده، چې موږ په خورا بد وضعیت کې قرار لرو، اوبو وړي یو او هر خس او خاشاک ته لاس اچوو، خو ژغورلی مو نه شي.

اما که چیرته له فکر او تدبیر څخه کار واخلو بیا هم هیلې شته او دغه ډیوه لا مړه نه ده. موږ کولی شو د سولې له روان بهیر د خپل ملت د ازادۍ او هوساینې لپاره کار واخلو او دواړه متخاصم لوري چې په تېرو شلو کلونو کې یې د افغانانو وینه تویې کړې، یوې نتیجې ته ورسوو. سوله باید راشي، اما سوله قرباني غواړي او هیڅ لوری له قربانۍ پرته سوله نه شي راوستلی، نو که غواړو چې ملت خوشبخت کړو، اول باید د سولې لپاره قربانۍ ته حاضر شو. سوله د سر قرباني نه غواړي، بلکې له قدرته د تېریدو ډېر کوچنۍ قرباني غواړي چې که زموږ مشران ورته اماده شي، سوله راتلی شي او بیا به افغانان د ازادۍ او نورو ملي ورځو له نمانځلو خوند اخیستلی شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق