دیني عالمان او قومي مشران وایي، افغانستان کې دې د ورور وژنې روانه لړۍ بنده شي.
دیني عالمانو او قومي مشرانو، چې کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله وویل، چې ولسمشر غني دې پاتې بندیان ازاد کړي، د سولې پروسه دې په یوه او بله پلمه نه ځنډوي، څو د سولې بین الافغانی مذاکرات پیل شي.
د ولسي جرګې پخوانی غړی مولي تره خیل محمدي د فرانسې او استرالیا د غوښتنو په غبرګون کې چې پاتې بندیان دې نه خوشې کېږي وايي، چې دوي افغانستان ته د جګړې په نیت راغلي وو او اوس چې د سولې پروسه د دغو دوه سفارتونو په غوښتنه ځنډول کیږي د منلو نه ده.
قومي مشران او عالمان داسې مهال د سولې هڅو د چټکتیا او ورور وژنې د پای ته رسیدو غوښتنه کوي، چې د بندیانو خلاصون بهیر نه بشپړېدو له امله د سولې بین الافغاني خبرې ځنډېدلې دي.
په ورته مهال په دې غونډه کې د شمانزایو قوم د دوه لويو کورنیو تر منځ د څلوېښت کلې دښمنې وروسته سوله وشوه او ژمنې وکړې چې له دې وروسته به نور خپلو کې د ورورۍ فضا کې ژوند کې ژوند کوي.