د دیني عالمانو، سیاسي څېرو او څېړنکو وژل ناکامه تجربه ده او څوک دې نه تکراروي. یوشمېر سیاسي څېرو، چې عبدالباقي امین فاتحې مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې هیڅوک دې د دیني عالمانو، سیاسي څېرو او څېړونکو په وژلو سره د سولې غږ د خفه کولو هڅه نه کوي، ځکه دا ناکامه تجربه ده او پایلې یې خطرناکه دي.
دوی همداراز د یوه پریکړه لیک په خپرولو سره وویل چې هیواد کې دې د هدفي وژنو دغه لړۍ بنده شي او د روانې خونړۍ جګړې د پای ته رسیدو لپاره دې د سولې پروړاندې موجود خنډونه لري شي او بین الافغاني خبرې دې پیل شي.
د سولې او نجات شورا رئیس ګل رحمن قاضي وایي، چې هیڅوک دې د دیني عالمانو، سیاسي څېرو او څېړونکو په وژلو سره د سولې غږ د خفه کولو هڅه نه کوي، ځکه دا ناکامه تجربه ده او پایلې یې خطرناکه دي.
په ورته مهال دوی پر حکومت غږ وکړ، چې د وروستیو هدفي وژنو عاملان پیدا کړي او د قانون منګلو ته یې وسپاري. دوی وایي، چې حکومت دې خپل مسوولیتونه ادا کړي او له سولې سره دښمني دې پای ته ورسوي.
د فاتحې د مراسمو په پای کې ګډونوالود یوه پریکړه لیک په خپرولو سره وویل چې هیواد کې دې د هدفي وژنو دغه لړۍ بنده شي او د روانې خونړۍ جګړې د پای ته رسیدو لپاره دې د سولې پروړاندې موجود خنډونه لري شي او بین الافغاني خبرې دې پیل شي.
د قاصد ستراتیژیکو څېړنو مرکز رئيس عبدالباقي امین، چې څلور ورځې مخکې د کابل پنځمه ناحیه کې یوه چاودنه کې ووژل شو فاتحه یې د هغه دوستانو، د کورنۍ غړو او علمي څېرو له خوا د شنبې په ورځ په کابل کې واخېستل شوه.