خبرهای مرتبط

جمع

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

د لوبې بل اړخ!

په تازه کې پر طالبانو د پاکستان له لوري بندیزونه لګول شوي دي. دغه بندیزونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غوښتنې پر اساس شوي دي. پاکستان د یو شمیر طالب مشرانو په شمول پر ګڼو سخت دریځو کسانو یاد بندیزونه لګولي چې له دې وروسته به یې د فعالیتو کړۍ تنګه او له مشکلاتو سره به مخ وي.

که څه هم د پاکستان پر نیت شکونه خورا زیات دي او د پاکستان ګاونډیان او د نړۍ ملتونه د پاکستان پر صداقت بیا هم باور نه شي کولی، ځکه دلته د پاکستان لاس بل ځای بند دی او له مجبوریته یې دغه ګامونه اخیستلي دي. پاکستان د تروریستانو د ملاتړ او پناه ځایونو د برابرولو له امله د نړۍ ترسختو فشارونو لاندې دی. په ورته وخت کې د “فایننشل اکشن ټاسک فورس ” يا ايف ای ټي ايف له خړ نوملړ نه د وتلو لپاره هم تر فشار لاندې دی. خو دلته افغان حکومت د پاکستان له دغه اقدامه خورا تود هرکلی کړی دی. دوی د پاکستان دغه اقدام ستایلی او ویلي یې دي چې دا ډېر مهم پرمختګ دی. د حکومت دغه شان غبرګون څه معنا لري؟

که څه هم پر طالبانو او نورو تروریستانو د فعالیت لپاره د دایرې د تنګولو په موخه هر ډول فشارونه لازم او اړین دي، اما دا چې پاکستان په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې پر طالبانو یوه ذره فشار هم نه دی راوړی او اوس چې د خپلو مجبوریتونو له امله دې ته اړ شوی چې پر طالبانو فشار راوړي، دا د بحث وړ موضوع ده. هم د پاکستان وروستی حرکت د بحث وړ ده او هم د افغان حکومت تود غبرګون د بحث وړ دی، ځکه حکومت له طالبانو سره د سولې له روان بهیره په وېره او اندېښنه کې دی او د سولې پروسې د سوکه کیدو په خاطر یې دغه شان تود هرکلی کړی دی. یعنې  پاکستان د خپلو ګټو په خاطر طالبانو باندې فشار راوړی، خو افغان دولت یې بیا د خپلو ګټو په خاطر ملاتړ کړی، چې دغه ډول وضعیت د سولې د پروسې پر وړاندې د دواړو لوریو د شوم نیت څرګندونه کوي.

که څه هم چې طالبان باید ترفشارونو لاندې ونیول شي، اما که چیرته دا فشارونه د پلیتو اهدافو په خاطر وي، په هیڅ صورت د منلو نه دي او باید په دې اړه په ډېر احتیاط ګام واخسیتل شي. داسې نه شي چې د یادو دواړو لوریو له امله د افغانستان د سولې حیاتي پروسه له خنډ او ځنډ سره مخ شي چې بیا به افغان ملت ته ګرم پاکستان او د افغانستان حکومت وي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق