خبرهای مرتبط

جمع

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

کاهش کمک‌ها و ابتلای سه میلیون کودک به سوءتغذیه در افغانستان

سازمان جهانی غذا با ابراز نگرانی از شرایط افغانستان...

اتمر: که طالبان القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې نه کړي د سولې تړون نه شي رامنځته کېدی

د بهرنیو چارو چار سمبالی وزیر محمد حنیف اتمر وايي، که طالبان له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې نه کړي، نو د سولې هیڅ تړون به رامنځته نه شي. هغه ټینګار کړی چې د سولې تړون به د افغانستان اسلامي جمهوریت پر اصل  ولاړ وي.

ښاغلي اتمر له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، له طالباو سره د سولې خبرې په ټوله کې دوه هدفونه لري؛ لومړی دا چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ تلپاتې سوله وشي، داسې سوله چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر اصل ولاړه وي.

دویم هدف د ښاغلي اتمر له نظره دا یقین تر لاسه کول دي چې طالبان له القاعده او نورو ترهګرو سیمه‌ییزو او نړیواله ډلو سره اړیکې پرې کړي، خو که دا اړیکې پرې نه شي، نو د سولې کوم تړون به هم رامنځته نه شي. نوموړي د “طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ترمنځ اړیکو” ته په اشارې وویل چې دا د افغان دولت او نړیوالو همکارانو لپاره یو چلېنج دی.

هغه د بندیانو د تبادلې او سولې په چاره کې د رامنځته شوي ځنډ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې افغان دولت او نړیوال همکاران له طالبانو او سیمه‌ییزو ښکیلو خواوو سره په اړیکه کې دی او هیله من دی چې دې برخه کې د رامنځته شوې ستونزې د هواري لپاره یوې اجماع او حل لارې ته ورسیږي.

خو د بهرنیو چارو وزیر ټېنګار وکړ چې افغان دولت د طالب زندانیانو د خوشي کولو په برخه کې خپلې ژمنې پر ځای کړي او د پاتې ۳۲۰ زندانیانو خوشي کولو ته هم ژمن دی، خو په دې شرط چې طالبان هم زندانیان خوشي کړي. ښاغلی اتمر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د طالبانو یو پلاوی همدا اوس اسلام آباد کې دی او له پاکستاني چارواکو سره په خبرو بوخت دی. پاکستاني چارواکو ویلي دا پلاوی یې د سولې په اړه د سلا مشورو لپاره ور بللی دی.

د یادولو ده چې د امریکا دفاع وزارت په‌خپل درې میاشتني رپوت کې- چې څو ورځې وړاندې کانګرس ته وړاندې شو- ویلي طالبان لا هم القاعده سره اړیکې لري. په دې رپوټ کې چې د روان کال د اپریل له لومړۍ د جون تر وروستۍ نېتې پورې مودې په اړه دی ویل شوي چې طالبانو له القاعده سره پر افغان ځواکونو ګډ بریدونه کړي دي.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې طالبانو له امریکا سره د جګړې پای ته رسولو برخه کې خپلې ژمنې عملي کړې، خو پر افغان حکومت او افغان ځواکونو یې بریدونه پراخ کړي دي. خو طالبانو دا څرګندونې رد کړې او ټېنګار یې کړی چې د القاعده په څېر ډلو ملاتړ ته اړتیا نه لري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق