د سولې ملي باور بهیر د سولې پروسې څنډول د ملي حاکمیت او ارزښتونو خلاف عمل بولي. د دې جریان غړي باور ښيي چې په نړیواله کچه د افغانستان د سولې په اړه اجماع موجوده ده، خو په بارو یې ارګ یې د بهرنیانو په غوښتنه مخالفت کوي.
د سولې ملي باور بهیر یو تن غړی او د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند وايي: «لویې جرګې پرېکړه نه شې منلی، د استرالیا او فرانسې د سفیر خبره ردولی نه شې. ته په کوم جرات باندې وايي چې زه سوله نه غواړم، همدا ډاکټر صاحب اشرف غني او د ده ډلې ویل چې موږ بندیان نه خلاصوو، د بندیانو معامله طالب له امریکا سره کړې ده، له ما سره یې نه ده کړې، زه یو هم نه خلاصوم، بله ورځ یې فرمان ورکړ چې سل سل خلاصوم، بله ورځ پمپیو زنګ ورته وواهه چې ټول خلاص کړه، وای ټول خلاصوم، بله ورځ یې د لویې جرګې په نامه د خټو پوزه جوړه، په موږ باندې یې یوه معامله روانه کړې، په موږ یې یوه ساعتیري روانه کړې.»
د یادې ناستې بل ګډونوال او سیاسي شنونکي ولي الله شاهین وايي: «موږ د دنیا ابر قدرت یو، موږ بریتانیا ماته کړې، موږ روسیه ماته کړې او موږ امریکا او ناټو ماته کړې، د ناکامۍ او د ضعف نقطه مو چیرته ده، هغه دا ده چې له فتحې وروسته مو ځان نه دی راټول کړی، خو دا ځل به دا تجربه نه تکراروو.»
د سولې ملي باور په نږدې راتلونکو کې د سولې په تړاو د منظمو ناستو او هڅو څخه په داسې حال کې خبر ورکوي چې په باور یې که امریکا له طالبانو سره سوله کولی شي، خو افغانان ولې په دغې چاره کې بریالي نه شي.