د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ مخنیوي ادارې مشر ولادیمیر ورون کوف وایي، داعش ډله په سیمه کې د ترهګریزو فعالیتونو پراخولو لپاره په مکرر ډول افغانستان کې ځان ته د پښې ځای پیدا کولو هڅه کوي.
نوموړي زیاته کړې چې دا ډله په همدې توګه غواړي د هغو کړیو پام ځانته جلب کړي چې په افغانستان کې سوله نه غواړي. د انډپنډنټ ویب پاڼې د راپور له مخې، ورون کوف دا څرګندونې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې ته کړې او زیاته کړې یې ده چې دې ډلې یو ځل بیا خپلې لیکې منظمې کړې او فعالیتونه یې نه یوازې په جګړه ځپلو هېوادونو لکه افغانستان او سوریه کې ډېر کړي دي، بلکې په نورو هېوادونو کې یې هم فعالیتونه پیل کړي او د خپلو ترهګریزو کړنو د پراختیا په هڅه کې دي. نوموړي دغه راز ویلي، که څه هم د یادې ډلې د ماتې خبرونه ورکړل شوي دي خو دا ډله لا هم په افغانستان، عراق او سوریه کې شاوخوا ۱۰ زره وسله وال لري.