خبرهای مرتبط

جمع

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

کاهش کمک‌ها و ابتلای سه میلیون کودک به سوءتغذیه در افغانستان

سازمان جهانی غذا با ابراز نگرانی از شرایط افغانستان...

د سیلابونو د مالي او ځاني زیانونو د زیاتوالي عوامل او د حل لارې چارې!

له بده مرغه په افغانستان کې مرګ ژوبله په هره برخه کې زیاته ده. که جګړه ده هم تر نورې نړۍ دلته ډېره توده ده او تر ټولو زیات زموږ خلک وژل کیږي، کورونه یې بمبار کیږي او ژوند یې ور خرابیږي، که ترافیکي پېښې هم دي تلفات یې دلته لوړ دي، که د ککړې هوا له امله هم ده دلته یې اغیزې زیاتې دي او که د طبیعي پېښو او آفتونو له امله هم ده په افغانستان کې یې ورانی او مرګ ژوبله خورا لوړه ده.

پرون د پروان ولایت په ګډون د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د درنو بارانونو له امله سیلابونه راوتلي چې تر ټولو زیات تخریب یې کړی دی. پروان کې یې سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او سلګونه کورنۍ یې د غم او وراني په ټغر کېنیولي دي. دغو سیلابونو ګڼ مالي زیانونه هم اړولي چې له امله یې خلک له سختو ننګونو او ستونزو سره مخ دي.

خو اوس سوال دا دی چې ولې په افغانستان کې سیلابونه او طبیعي آفتونه زیاته مرګ ژوبله او خسارات لري؟ که څه هم د افغانستان دولت ورته د طبیعي پېښو پر وړاندې یو وزارت او ګڼې نورې همکارې ادارې هم رامنځته کړي دي، چې وخت ناوخت په هیواد کې د طبیعي پېښو د مخنیوي او یا هم د پېښو له واقع کیدو وروسته حالات قابو او کنټرول کړي، اما لیدل کیږي چې بیا هم وضعیت بحراني او د خلکو مال او سر نه شي خوندي کیدای.

په افغانستان کې د طبیعي پېښو او آفتونو د تلفاتو او خساراتو د زیاتوالي یو اساسي عامل د خلکو نه پوهاوي، کم پوهاوی او له مسایلو سره سرسري برخودر کول دي. موږ په کابل او ګنو ولایتونو کې ډېری داسې کورونه وینو چې د سیلابونو تر ګواښ لاندې سیمو کې جوړ شوي دي. که څه هم پوهیږي چې دغه سیمې تر ګواښونو لاندې دي، خو بیا هم زموږ خلک خپلې پېسې لګوي او په همدو د ګواښ لاندې سیمو کې کورونه جوړوي. موږ څو کاله وړاندې په کابل کې هم د ورته وضعیت شاهدان و چې د پغمان د سیند او د کابل د سیند په اوږدو کې ګڼ کورونه له خورا بد وضعیت سره مخ شول. خلکو د تلفاتو ترڅنګ درانه مالي خسارات هم ولیدل.

البته باید هیره نه شي چې د افغانستان دغو ادارو د خلکو په عامه پوهاوۍ کې هم هسې ونډه نه ده اخیسې چې باید یې اخیستی وای. د دې ترڅنګ رسنیو او نورو مدني او ولسي بنسټونو هم خلکو ته دا پوهاوی نه در ورکړی چې د سیلاب تر ګواښونو لاندې سیمو کې د کورونو جوړول تر حماقت پرته بل هیڅ نه شي ګڼل کیدای. دوی باید پوه شي چې یو کور یا کلا د لسګونو او آن د سلګونو کلونو لپاره جوړیږي او د دغو کلونو په اوږدو  کې حتماً سیلابونه راوځي او کورونه له خاورو سره خاورې کوي.

د دې ترڅنګ زموږ په تعلیمي نصاب کې باید دغو موضوعاتو ته توجه شوې وای، ترڅو په کوچینوالي کې ماشومانو په ذهن کې حک شوي وي، چې که چیرته غټیږي او کورنۍ تشکیلوي چې بیا خپل کور په دغه شان تهدید لاندې سیمو کې جوړ نه کړي. نه یوازې په دغه شان ځایونو کې د کورونو له جوړولو باید ډډه وشي، بلکې په عامه پوهاوي کې باید خلکو ته دا هم وویل شي چې هیڅکله کرنیزه ځمکه د کور جوړول لپاره ځانګړې نه کړي، بلکې په یوه دښته یا داسې ځای کې کور ته ځمکه برابره کړي چې هم د سیلاب له ګواښه په امان کې وي او هم د زراعتي ځمکې د ضایع کیدو سبب نه شي.

زما په اند که چیرته دغو او یو شمیر نورو مسایلو ته توجه وشي، نو موږ به تر یو حده د سیلاب او نورو طبیعي افاتو پر وړاندې خلکو ته ذهنیت ورکړي وي او له هر ډول ګواښه به مو د ژغورلو تاکتیک ور زده کړی وي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق