خبرهای مرتبط

جمع

د سېلابونو له کبله د مرګ‌ژوبلې د شمیر زیاتوالی

د جمعې ورځې تر ماښامه د ټولو مړو شمېر ۱۵۷ او ژوبل شویو شمېر ۲۵۰ ته ورسېد

له طبیعي پېښو زیانمنو ته د رسېدو په برخه کې افغان وزارت وایي چې له سختو سېلابونو وروسته د ژغورنې ټيمونو پرون (جمعه) شپږ نور مړي موندلي چې ورسره د ټولو مړو شمېر ۱۵۷ او ژوبلو شمېر ۲۵۰ ته ورسېد.

له دریو ورځو سختو بارانونو ورسته چی د سلګونو کورونو د ویجاړېدو سبب شوي، چارواکی وایی، د سېلونو لړۍ له تېرې شپې راهیسې دریدلې ده. د سر او مال درانه زیانونه د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې اوښتي چې ډېر يې په پروان، کاپیسا او د کابل په سروبي ولسوالۍ کې دي. تر دې دمه له پروانه د ۱۰۵ کسانو د مړینې راپورونه ورکړل شوي او ډېر يې لا هم تري تم دي.

پېښو ته د رسېدو په برخه کې د افغان دولت وزیر غلام بهاولدین جیلاني بي بي سي ته ویلي، د بېلا بېلو بنسټونو له‌خوا د بشري مرستو لړۍ پیل شوې ده. دی وایې، لا هم تر ځمکې لاندې د مړو اټکل کېږي چې ښايي ورسره د مرګژوبلې شمېره لوړه شي: «دا اوس چې له تاسې سره خبرې کوم زموږ د ژغورنې ټیم دری شهیدان راوایستل، په کاپیسا، پروان، پنجشېر، وردګو، کابل او ننګرهار کې موږ ډېر ځاني زیانونه لرو او په نورو ولایتونو کې درانه مالي زیانونه اوښتي، د بشري مرستو لړۍ پیل شوي او بېلابېلې ادارې او وزارتونه د مرستو رسولو لپاره سره یوځای شوي.»

دولتي بنسټونو لا د مالي زیانونو اټکل نه دی کړی، خو ویلي یې دي چې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د تېرې اونۍ په سېلابونو کې نږدې ۸۰۰۰ څاروي هم مړه او زرګونه جریبه نوره کرهنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

سېلاب ځپلو ته د مرستو لپاره د دولتي ادارو تر څنګ د غوڅ ملاتړ ځواکونو، نړیوالو بنسټونو عامو خلکو، مشهورو افغان لوبغاړو او ځینو سیاسی او مدني بنسټونو هم فعالیت پیل کړی. په داسې حال کې چې په سېلاب ځپلو سیمو په ځانګړي ډول پروان کې ډېری سړکونه او لارې اوبو وړي په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې ښيي چې افغان ځواکونو د هوا له لارې د مرستو رسولو لړۍ چټکه کړې.

د افغانستان د هوا پېژندنی اداره او له طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وایی چی د سېلونو لړۍ له تېرې شپې راهیسې دریدلي او په نږدې ورځو کې بیا د اورښتونو څه اټکل نه شته.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق