خبرهای مرتبط

جمع

اسپانیا تایید کړه چې درې وګړي یې د بامیانو برید کې وژل شوي دي

په افغانستان حکومت او بامیانو کې دوو سیمه‌ییزو سرچینو...

جنگ درفلسطین؛ معاون دبیر کل سازمان ملل: جهان راه خود را گُم کرده است

مارتین گریفیث، معاون امور بشردوستانۀ و هماهنگ‌کنندۀ کمک‌های اضطراری...

حملۀ روز گذشته در بامیان شش کشته بر جا گذاشت

وزارت داخلۀ حکومت سرپرست اعلام کرده که شمار تلفات...

درگیری میان نیروهای حکومت سرپرست و مرزبانان پاکستانی 18 کشته و زخمی برجا گذاشت

در نتیجه درگیری‌ میان نیروهای حکومت سرپرست افغانستان و...

د بندیانو ازادیدو د ځنډیدلي بهیر له سره پیل کیدل

حکومت او طالبانو د یو بل د پاتې بندیانو د ازادیدو هڅې پيل کړي دي

حامدکرزی: دواړو خواوو دې سولې ته د رسیدو لپاره لازم او هر اړخیز اقدامات ترسره کړي

حکومت او طالبانو په هممهاله توګه د بندیانو د ازادیدو ځنډیدلې پروسه له سره پیل کړې ده او دواړه لوریو د یو بل بندیان ازاد کړي دي. حکومت په تازه اقدام کې د طالبانو د پاتې بندیانو له ډلې څه باندې سل تنه ازاد کړل او نور زندانیان هم تر یوې اوونۍ ازادیږي.

افغان حکومت د دوشنبې ورځې په ماښام له څرخي پله زندان څخه ۴۷ تنه طالب زندانیان او پاتې نور له نورو زندانونو څخه خوشې کړي دي. د دغو کسانو په منځ کې داسې کسان هم شته چې د اعدام حکم ورباندې شوی دی. په ورته مهال طالبانو هم په ورته اقدام کې د افغان امنیتي ځواکونو ۲۸ تنه زندانیان ـ چې کوماڼډویان، پیلوټان او امنیتي سرتیري په شامل دي ـ خوشې کړي دي.

خوشې شوي طالب بندیان وايي، هیله لري چې په هیواد کې سوله راشي. یو طالب زنداني داسې وايي: «جرم مې سیاسي دی او په اعدام محکوم شوی وم، الحمدولله شکر ازاد شوم، زه ډېر خوشحاله یم، ټول باید خوشحاله و اوسو، الله دې زموږ وطن کې سوله راولي.»

د سولې پروسې څارونکي وايي چې د بندیانو د ازادیدو بهیر د سولې پر وړاندې موجود خنډونه له منځه وړي دي او وايي چې تر یوې اوونۍ پورې به د پاتې طالب بندیانو د ازادیو بهیر هم بشپړ شي.

 د سیاسي چارو شنونکي عزیزالدین معارج وايي: «سل یې اوس خوشې شول، کومانډویان هم خوشې شول، اته ویشت ټول په مجموعي توګه دي. له قطر نه هم داسې خبرونه دي چې دوی هم کسان اماده کړي دي، څو په کې کومانډویان دي او څو په کې پیلوټآن دي او ځینې هم افغان سرتیري دي، دا طالبان په بشپړه توګه خوشې کوي.»

پخوانی طالب چارواکی سید اکبر آغا کابل نیوز سره خبرو کې وايي: «دا ښه اقدام دی چې حکومت هم بندیان خلاص کړل او طالبانو هم بندیان خلاص کړل، دا به جریان ولري، ښه خبره به دا وي چې دا کار ژر تر ژره خلاص شي او بین الافغاني مذاکراتو ته رسیده ګي وشي.»

په ورته وخت کې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د حکومت له لوري د بندیانو د ازادیدو هرکلی کړی. او پر دواړو خواوو یې غږ کړی چې سولې ته د رسیدو لپاره لازم او هر اړخیز اقدامات ترسره کړي. حامد کرزي د بندیانو خلاصون بهیر بشبړیدو سره د بین الافغاني خبرو لپاره د دواړو اړخونو ترمنځ د رسمي خبرو پيل ته هم هیله څرګنده کړې ده: «دواړه لوري دې له یو بل سره جدي همکاري وکړي او د دې بهیر د ژر ختمیدو لپاره دې ګړندي او اغیزمن ګامونه اوچت کړي، چې د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت ټاکل شوی مذاکراتي پلاوی به په نږدې راتلونکي کې په رسمي توګه د طالبانو د اسلامي تحریک له هیات سره د سولې مذاکرات پیل کړي. دواړه افغاني لوري دې د سولې د مذاکراتو د کامیابۍ لپاره هر اړخیز اقدامات ترسره کړي، څو افغانستان سولې ته ورسیږي.»

د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د ازادیدو بهیر په داسې حال کې له سره پیلیږي، چې د ولسمشر غني له لوري د ملي مصالحې عالي شورا د غړو اعلان د یادې شورا د رئیس عبدالله عبدالله په شمول د سیاسي احزابو د مشرانو او ملي شخصیتونو له مخالفیتونو سره مخ شوی دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق