خبرهای مرتبط

جمع

پارلمان بریتانیا طرح اخراج پناهجویان به رواندا را تصویب کرد

پارلمان انگلیس پس از ماه‌ها کشمکش، طرح جنجالی اخراج...

د افغان ښځو د پیاوړتیا په موخه د کډوالۍ د نړۍوال سازمان هڅې

د کډوالۍ نړيوال سازمان وايي، په څه کم څلورو...

صادرات 67 تُن زعفران افغانستان به ارزش 49 میلیون دالر در بازارهای جهانی

وزارت صنعت و تجارت از صادرات ۶۷ تُن زعفران...

مس عینک بدون آسیب به آثار باستانی استخراج می‌شود

ژائو شنگ، سفیر چین در دیدار با خیرالله خیرخواه،...

صالح دې د غني او عبدالله ترمنځ شوې هوکړه یوځل ولولي

امرالله صالح د ملي روغې جوړې عالي شورا د لیست د اعلانیدو په اړه د عبدالله پر غبرګون، نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د سولې د چارو په راس کې یوازې یو کس قرار لري، چې هغه ولسمشر محمد اشرف غني دی. نوموړي ویلی، نه شي کیدای چې د سولې پروسې د مدیریت لپاره دې بل مشر و اوسي. صالح دا څرګندونې په داسې حال کوي چې د ولسمشر غني له لوري د ملي مصالحې عالي شورا د لیست اعلانیدل د یادې شورا د مشر ډاکټر عبدالله عبدالله په ګډون د هېواد د یو زیات شمیر سیاسي رهبرانو له غبرګون سره مخ شوي دي.

اوس د خبرې سره له ټولو ورک دی، چې اوس ولسمشر په حقه دی او که د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله؟ که چیرته ولسمشر غني د امرالله صالح په خبره ټاکنو غوڅ ګټونکی و، نو بیا ولې تر اوسه ټاکنیز بحران روان دی؟ ولې یې له عبدالله سره کابینه ووېشله او ولې یې د عبدالله په مشرۍ ټاکنیز ټیم ته په ټولو مهمو پوستونو او څوکیو ته سم نیم حق ورکړ؟ ولې ولسمشر غني په یوازې ځان د حکومت د جوړیدو جرآت ونه شوای کړای او تر ټولو مهمه دا چې ولې یې ډاکټر عبدالله عبدالله ته د ملي مصالحې عالي شورا مشري ورکړه؟

او بله مهمه خبره دا چې که چیرته ولسمشر د سولې پروسې په رأس کې قرار ولري، نو بیا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي مصالحې عالي شورا جوړیدل څه معنا لري؟ ځکه مذاکراتي پلاوی موجود و، هماغه پلاوي به خبرې کولې او له ولسمشر نه به یې مشوره اخیسته، مشکل به نه و او خبره به خلاصه شوې وه.

اما دا چې طالبان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر نه دي، بیا خو د درېیم ګړي په مشرۍ داسې شورا ته اړتیا ده چې په پوره جرأت او صلاحیت له طالبانو سره خبرې وکړي. د ملي مصالحې عالي شورا هم په همدې فلسفه او موخه رامنځته شوې ده. په سیاسي هوکړه کې په واضح ډول ویل شوي چې د یادې شورا غړي به له نورو لوریو او ولسمشر سره تر مشورې وروسته د ډاکټر عبدالله عبدالله له لوري انتخابیږي. نور مسایل هم واضح دي او د عبدالله عبدالله واکونه په کې مشخص شوي. غیر له دې عبدالله عبدالله له ولسمشر غني سره هم‌مهاله لوړه وکړه او قسم یې وکړ چې دغه هیواد ته به د ولسمشر په حیث خدمت کوي او کله به هم له دې خاورې سره خیانت نه کوي. عبدالله له خپلې دغې لوړې یوازې په دې شرط تېر شو چې د سولې مشري ور وسپارل شي، څو په دې هیواد کې د سولې لپاره صادقانه او مخلصانه کار وکړي او سوله د حکومت له لوبو بهر کړي، خو له دغو ټولو سره سره بیا هم حکومت د سولې د کنټرول هڅه کوي او غواړي دغه بهیر په خپل واک کې وساتي، هغه هڅه چې ستونزه لا پسې پیچلې کوي.

اوس نو که چیرته د جمهور رئیس لومړي مرستیال ښاغلي امرالله صالح د خلکو دغو او نورو پوښتنو ته قانع کوونکی او منطقي ځواب ووایه، نو ملت به یې هم ورسره ومني. اما که چیرته یې ځواب نه لري، نو بیا دې مهرباني وکړي، لا اقل د ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله پر وړاندې صادقانه سیاست اختیار کړي، د تېزۍ او چالاکۍ له سیاسته دې لاس واخلي او عبدالله سره دې د حکومتي چارو په رهبرۍ کې رښتیني ګامونه واخلي.

ملت او ټول خلک په دې پوهیږي چې ولسمشر غني د واک او قدرت خورا زیاته نشه لري او که واک یې په هر قیمت ساتل کیږي، همغه پیه پرې کوي. ملت ګوري چې ولسمشر د خپل واک او قدرت د دوام لپاره څه نه کوي؟ که چیرته د نوموړي د یوې ورځې قدرت لپاره افغانستان څلویښت کاله نور هم جګړې ته ځي، ولسمشر ته یې پروا نه ورځي او په ډېر جرأت داسې معاملې ته هم حاضریږي.

حفیظ الله

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق