خبرهای مرتبط

جمع

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

بین‌الافغاني خبرو ته د هراړخیزو تیاریو نیول کیدل

ناجیه انوري: له طالبانو سره لومړي پړاو مخامخ خبرو ته چمتووالي نیول شوی او د ګډون لپاره چمتو یو

قاضي امین وقاد: د سولې خبرې نه ځنډیږي، سوله راتلونکې ده

د سولې له خبرو باخبره کسان او طالبانو ته نږدې کسان وايي، چې د افغان حکومت، سیاستوالو او د سولې مذاکراتي ټیم او د ملي مصالحې عالی شورا رئیس عبدالله عبدالله د تګ لپاره هم دوحه کې ترتیباب نیول شوي، او ټاکل شوې ده چې دوی هم ژر دوحې ته ولاړ شي. د طالبانو مذاکراتي ټیم ټول غړي هم قطر ته رسیدلي دي.

طالبانو ته نږدې کسان وايي چې د طالبانو مذاکراتی ټیم ټول غړي دوحې ته رسیدلي د او ټاکل شوې چې زلمي خلیلزاده هم ډېر ژر دوحې ته ورسیږي. د سولې پروسې څارونکي د پلاوي د ځنډیدو مسئله عادي بولي، خو وايي چې د سولې خبرې به ارو مرو پیلیږي. جهادي شخصیت قاضي امین وقاد کابل نیوز ته ویلي: «دا نه ځنډیږي، که کوم ځنډ وي هم، هغه به امریکا او پاکستان په خپلو کې سره پوهیږي او افغانستان به یې په جریان کې اچولي وي. خو دا مذاکرات پیل کیدونکي دي او دا سوله راتلونکې ده، سوله بدیل نه لري، نو موږ امیدوار یو چې داسې ځنډ چې خلک نامید کړي، دا نه شته.»

د مذاکره کوونکي هیات غړی عبدالحفیظ منصور وايي: «د افغانستان دولتي هیات هیڅ کوم مشکل نه لري، کاملا اماده دی، خو دا مشکل کولی شو، کوچنی مشکل چې د طالبانو د ځینو غړو نه شتون دی چې د هیات د نه تګ سبب شو.»

په ورته مهال افغان حکومت بین الافغاني خبرو ته له خپل اړخه د بشپړې اماده‌ګۍ خبره کوي او د ملي مصالحې عالي شورا له طالبانو غواړي چې بین الافغاني مذاکراتو ته چمتو شي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري وايي: «له طالبانو سره د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د لومړي پړاو مخامخ خبرو لپاره چمتووالي نیول شوی او د ګډون لپاره چمتو یو او زموږ له خوا هیڅ مانع هم نه شته، د افغانستان د سولې په بهیر کې ښکیل اړخونه په ځانګړې توګه طالبان باید خپل اقدامات او چمتووالی باید بشپړ کړي، چې د دې له جملې څخه یوه ډله هغه طالبان دي چې په مذاکراتو کې ښکیل دي او دا مهال په پاکستان کې دي، دوی باید قطر ته ځان ورسوي.»

د ملي روغې جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون وايي: «د افغانستان اسلامي جمهوریت مذاکره کوونکی هیات خبرو ته کاملاً چمتو دی، د بندیانو مسئله حل شوې ده، د مذاکراتو د ځنډولو لپاره هیڅ ډول بهانه او خنډ نه شته. طالبان تر اوسه نه دي حاضر شوي چې بین الافغاني مذاکرات شروع شي، تمه مو دا ده چې طالبان هرڅه ژر د شوي توافق له مخې خبرو ته حاضر شي، ترڅو بین الافغاني مذاکرات پیل شي.»

که څه هم قطر ته د افغان حکومت د مرکچې پلاوي د سفر دقیقه نېټه نه ده معلومه، خو ممکن دغه پلاوی د یکشنبې په ورځ قطر ته ولاړ شي او تر هغه ورسته به بین الافغاني خبرې هم پیل شي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق