طالبانو ویلي چې د دې ډلې مرکچي پلاوي په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر غړو سره خپلمنځۍ ناسته کړې، چې مشري یې د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر کړې. په دې تړاو د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې ملا برادار د مرکچي پلاوي او همدا راز د سیاسي دفتر نوي غړي معرفي کړل او د خپلو راتلونکو دندو په اړه یې هدایات ورکړل.
وسلهوالو طالبانو د شنبې په ورځ مولوي عبدالحکیم د دې ډلې مرکچي پلاوي نوی مشر او محمد نعیم یې په قطر کې د خپل سیاسي دفتر نوي ویاند په توګه اعلان کړل. مولوي عبدالحکیم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د دې ډلې د محاکمو رئیس پاتې شوی دی. تر دې وړاندې ویل شوي وو چې شېر محمد عباس ستانکزی به د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر وي.
نوموړی اوس له افغان حکومت سره راتلونکو مذاکراتو لپاره د مولوي عبدالحکیم مرستیال ټاکل شوی دی. همدا راز د سهیل شاهین پر ځای هم د سیاسي دفتر لپاره نوی ویاند ټاکل شوی، خو شاهین به د مرکچي پلاوي غړی وي.
د طالبانو په مرکچي پلاوي کې له نویو بدلونونو سره اوس داسې تمه کېږي چې دا ډله د بین الافغاني مذاکراتو لپاره چمتو ده. تر دې وړاندې د افغانستان د سولې د چارو وزارت ویلي وو، د طالبانو مرکچي پلاوی تر دې دمه نه دی بشپړ شوی او له همدې کبله له کابله هم مرکچي پلاوی دوحې ته نه دی تللی.
په تازه مالوماتو کې یوې سرچیني بي بي سي ته ویلي چې ښایي دا پلاوی د یکشنبې په ورځ هم له کابله دوحې ته روان نهشي. بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم دوحې ته رسېدلی او تمه کېږي چې د بین الافغاني مذاکراتو په پیلېدونکې غونډه کې به ګډون وکړي.
په ورته وخت کې داسې رپوټونه هم ترلاسه شوي چې د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او همدار راز د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر به هم د بین الافغاني مذاکراتو د پیل ناسته کې ګډون کوي. افغان حکومت وار د مخه د معصوم ستانکزي په مشرۍ مرکچي پلاوی اعلان کړی، چې په ترکیب کې یې حکومتي او غیر حکومتي کسان شامل دي.
حکومت همدا راز بین الافغاني مذاکراتو لپاره د چمتووالي نیولو په موخه یوه لوژستیکي ډله تېره اوونۍ دوحې ته استولې وه.