خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

امرالله صالح د مرکې په اړه

په تازه کې د افغانستان اړوند مسایلو په اړه د امرالله صالح مرکه خپره شوه. یاده مرکه د یکشنبې په ورځ ماخستن نهه بجې وشوه. که څه هم ښاغلي امرالله صالح په یاده مرکه کې په پوره اعتماد په نفس خبرې کولې او تر ډېره یې د خبریال د سوالونو له فشار ځان ایسته، اما یوې خبرې چې زما فکر جذب کړ، دا وه چې نوموړی لا هم د سولې ضد دی او لا هم د جګړې فکر لري.

ښاغلي صالح په خپلو خبرو کې داسې څرګندونې کولې چې طالبان باید دوی ته تسلیم شي. نوموړي له طالبانو سره د خبرو لپاره داسې شرایط وړاندې کړل چې په هیڅ صورت د سولې پروسې له بریالي کیدو سره مرسته نه کوي. نوموړي داسې وښوده چې ګني په هیواد کې خیرو خیریت دی او یوازې طالبان دي چې مجبور دي او باید سوله وکړي.

په داسې حال کې چې په همغې ناسته کې یوه ګډونوالو وویل، حیران دی چې له دغې خپرونې بهر ووځي، نو تر کوره څنګه ولاړ شي. امرالله صالح د کابل او نورو ولسوالیو د امنیتي وضعیت په اړه ځان تېر کړ او په دې برخه کې د وضعیت تشریح کولو ته وخت ور نه کړ. په داسې حال کې چې د هیواد یوه زیاته برخه د طالبانو په لاس کې ده او نا امني او وسله والې نښتې آن د کابل ښار څنډو ته رسیدلې ده. همدا نن په خاک جبار ولسوالۍ کې وسله والو پر امنیتي پوستونو بریدونه کړي دي. په همدې ډول د پنجشیر په ولایت کې چې په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو امن ولایت و، هم نن طالبانو بریدونه کړي دي.

ایا صالح یو ځل هم د هیواد امنیتي وضعیت په اړه فکر کړی؟ ایا صالح هغه شهیدان چې هره ورځ په هیواد کې کیږي، نه ګوري؟ ایا صالح واقعا څه چې وايي فکر ورباندې کوي؟ ایا صالح واقعا پر دې باور دی چې طالبان دې د نوموړي حکومت ومني؟ ایا صالح یو ځل هم دا فکر کړی چې طالبان به د دوی له وړاندیز سره سم، تسلیم او په حکومت کې ګډ شي؟

زما په نظر دا واقعا اشتباه فکر دی. ځکه طالب هغه ډله نه ده چې پنځلس کاله مخکې وه، بلکې دې ډلې د کابل ښار مطلق محاصره کړی او په کابل ښار کې هم اهداف په نښه کوي. ایا صالح لا اقل کولی شي چې له خپلو ساتونو سره یوځای د قرغې سیمې، شمالي، یا هم ریشخور او شیوکیو ته ولاړ شي؟ ایا په کابل ښار کې هم ګرځیدای شي که نه؟ دا ټول د څه  ښودنه کوي؟ دا د دې ښودنه  کوي چې طالبان د کابل  ښار په زړه کې هم بریدونه کوي. هغه ډله چې دی یې ډېره کمه نیسي، څنګه کولی شي چې د کابل ښار په ځنډو کې تلاشي وکړي او د یو ساعت یا دوه ساعتونو لپاره موټرو تلاشي کړي؟

دا ټول د دې ښودنه کوي چې امرالله صالح په خپلو خبرو کې صادق نه دی. بلکې غواړي په یو ډول د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي او تر بوسو لاندې اوبه تېرې کړي. په همدې پلمه غواړم پر صالح او نورو دولتي چارواکو چې د سولې لپاره شرایط وړاندې کوي، غږ وکړم چې د هیواد وضعیت ډېر خراب دی، پر بهرنیانو تکیې هیڅ فایده نه ده رسولې او د دې وخت رارسیدلی چې له طالبانو سره خبرو جدیت وښودل شي او د سولې پیل شوې پروسه کامیابۍ ته ورسیږي. بس دی نور افغان ولس د صالح او ورته نورو کسانو لپاره مفتې قربانۍ نه شي ورکولی. افغانستان نور د ټولو افغانانو په کور بدلیدو ته اړتیا لري، چې هغه یوازې او یوازې د سولې پروسې او سوله غوښتونکو خبرو په واسطه امکان لري.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق