خبرهای مرتبط

جمع

ایران یک تبعۀ افغان را بدون وداع آخر با خانواده‌اش اعدام کرد

حکومت ایران روز چهارشنبه، 19 ثور یک تبعۀ افغان...

شهروندان بدخشان: فیض‌آباد حالت نظامی به خود گرفته است

شهروندان بدخشان گفته‌اند که در پی حمله به کاروان...

مجاهد: کشمکش‌ها در ولایت بدخشان حل و فصل گردیده است

ذبیح‌الله مجاهد، سخنگوی حکومت سرپرست در بیانیه‌ای اظهار داشت...

وقوع انفجار در بدخشان جان سه تن را گرفت

منابع در ولایت بدخشان روز چهارشنبه از وقوع یک...

درونټې ته نژدې غره ښویدنې څلور کسان وژلي؛ کابل- جلال‌آباد لار هم د یوې ورځې لپاره تړل شوې

د افغانستان ختیځ جلال اباد ښار ته څېرمه درونټې تونل ته نژدې سختو اورښتونو له غره لویې ډبرې را غورځولې دي.

د پښتو بي بي سي په وینا، د طالبانو ځايي چارواکي وايي، لومړني مالومات ښيي‌ چې په دوو ګاډو کې څلور کسان وژل شوي او د کابل- جلال اباد لاره د “احتیاط لپاره” د یوې ورځې لپاره د ټرافیکو پرمخ تړل شوې ده.‌

په خپاره شویو وېډیوګانو کې لیدل کېږي چې له غره څو ډبرې به دغه سړک تېریدونکو ګاډو غورځیدلي او زیانونه یې اړولي دي.

په جلال اباد ښار کې اورښتونو د ښار واټونه له اوبو ډک کړي. هلته ځايي‌ خلکو او طالب چارواکو بي‌بي‌سي ته ویلي، په ګڼو ولسوالیو کې هم له تېرې شپې راهیسې سیلابونه راوتلي‌ دي.

د جلال آباد ښارولۍ له خلکو غوښتي چې ” که ضروري کارونه نه لري ښار ته له راتګه دې ډډه وشي” یادې ښاروالۍ په یوه پيغام کې ویلي چې مسئولینو ټولې لارې تړلي تر څوله ښاره اوبه وباسي.

افغانستان کې د واورو او سختو ورښتونو اټکل

په داسې حال کې چې د افغانستان له نوي لمریز کال او پسرلي نږدې یوه نیمه میاشت اوړي خو د دغه هېواد سړې سیمې لا هم د واورو ورېدو، سختو بارانونو او د باد سړو څپو نه دي وتلي.

تازه د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې د واورو او سختو ورښتونو اټکل کړی دی.

دغې ادارې نن شنبه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې نن او سبا یکشنبه په ځینو جیګو پرتو سیمو کې د واورو او په نورو ځایونو کې د سختو بارانونو ورېدو، برېښنا غورځېدو، خوړونو او سېلونو وتلو خبرداری ورکړی دی.

د هوا پېژندنې ادرې په شمالي ولایتونو کې د ۱۵ او ۵۰ ملي مترو تر منځ د باران ورېدو اټکل کړی دی، داسې حال کې چې په سویلي، سویلي لویدیځ او مرکزي ولایتونو کې بیا په ساعت کې له ۳۰ څخه تر ۸۰ کیلومتره په سرعت د بادونو لګیدو خبرداری ورکړی دی.

دا په غواي میاشت کې نسبي چټک توپان او ورښتونه بلل کېږي.

د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله اوښتي زیانونه

له تېرو څو اوونیو راهیسې پرلپسې ورښتونونه د افغانستان په ځینو سیمو کې د سیلابونو سبب هم شوي چې سخت مالي او ځاني زیانونه یې هم اړولي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د طالبانو د دولت وزارت نږدې دوه اوونۍ وړاندې له دې کبله د شاوخوا پنځوسو کسانو د مړینې خبر ورکړی و خو تازه یې ویلي چې د وروستیو سیلابونو او توپان له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۱۷۷ ته لوړ شوی دی.

دغه وزارت په یوه خپاره شوې بیان کې ویلی چې د وروستیو سېلابونو له کبله څه باندې دوه زره کورونه هم ویجاړ شوي او شاوخوا سل زره جرېبه کرنیزه ځمکه یې هم له منځه وړې ده.

په ورته مهال د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت هم پخپلو ټولنیزو پاڼو خبرداری خپور کړی او وايي چې ځای ځای د اوبو کچې لوړیدا او سیلابونه د زیان سبب کیدای شي.

دغې وزارت ویلي “د ۱۴۰۳ لمریز کال د غویې له ۸ نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځينې ځایونو کې د اوبو د کچې د لوړوالي او د سیلابونو د راوتلو اټکل شوی دی.”

پاکستان کې د سېلونو او توپان خبرداری

د پاکستان د طبیعي پېښو ادارې نن شنبه د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې تر راتلونکو دریو ورځو د سختو سیلابونو راوتلو او توپان اټکل کړی دی.

دغې ادارې پاکستانیانو ته ویلي چې د اپرېل تر ۲۹مې نېټې دې له سختو بارانونو، سیلابونو او ځمکې ښویدو له کبله دې پر ځانونو پاملرنه وکړي.

پاکستاني چارواکو له دې تېزو بارانو او بادونو له کبله ځينې زیربینايي پروژو او کرنیزو حاصلاتو ته د زیان ګواښ هم نه دی رد کړی.

پاکستان کې د رسنیو له لارې خلکو ته عامه پوهاوی ورکول کېږي چې د روانې اوونۍ په لومړیو درېیو ورځو کې دې د بې ځایه سفرونو ډډه وشي او همدارنګه له سیندونو او ویالو څخه د تېریدو پر مهال اضافه پاملرنه وکړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق