خبرهای مرتبط

جمع

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

کاهش کمک‌ها و ابتلای سه میلیون کودک به سوءتغذیه در افغانستان

سازمان جهانی غذا با ابراز نگرانی از شرایط افغانستان...

د یوه سپټمبر، دوه ۱۱

پرون د سپټبمر یوولسمه وه. دا ورځ د افغانستان له معاصر تاریخ سره ټینګه تړلې ده. په دې ورځ په امریکا کې د تجارت نړیوال مرکزونه ونړیدل او زرګلونه کسان ووژل شول. پر افغانستان د امریکا حملې ته زمینه مساعده شوه او په افغانستان کې د نولسو کلونو لپاره جګړه وشوه، د بې ګناه افغانانو وینه تویې شوه، چې له بده مرغه لا هم د افغانانو وینه روانه ده. خوله یو کم شلو کلونو ستونزو او مشکلاتو وروسته دقیقا د سپټمبر په یوولسمه نېټه افغان مرکچي پلاوی د بین الافغاني خبرو په موخه د قطر په لور روان شو. په دې پلاوي کې د افغانستان د بیلابیلو سیاسي لوریو کسان حضور لري او ټاکل شوې ده چې له طالبانو سره د افغانستان پر مسایلو هراړخیزې اوږدې او جنجالي خبرې وکړي.

که څه هم طالبان د سولې خبرو ته د حاضریدو په خاطر ګڼ شرایط ايښي وو، اما بالاخره د ټولو شرایطو له پوره کیدو وروسته دې ډلې هم له خپلو افغان وروڼو سره مخامخ خبرو ته اماده ګي وښوده. که څه هم طالبان په فکري لحاظ د افغانستان څخه ورغلي پلاوی سره له فکري اړخه خورا ډېر واټن لري، اما دوه مسایل دواړه لوری سره نږدې کولی شي. یو افغانیت او بل مسلمانیت. ممکن ټول مسایل د دغو دوه موضوعاتو په محور وڅرخیږي او بالاخره یوې نتیجې ته سره ورسیږي.

که څه هم د افغانستان سوله هوغومره اسانه ده، لکه جګړه چې هرڅوک راځي دلته وینه تویوي، اما له ټولو تیارو او ناهیلو سره سره، بیا هم د رڼا او هیلو څرکونه لیدل کیږي. په افغانستان کې په تېرو شلو او تر هغې وړاندې په تېرو څلویشتو کلونو کې ډېرې بدۍ شوي او د ډېرو افغانانو وینه ناحقه تویې شوې ده، چې د دغو ټولو بدیو پای ته رسول او د وینو پاکول اسانه کار نه دی او وخت او زغم ته اړتیا لري.

په همدې خاطر وایم چې د سولې لپاره دوامدار کار ته اړتیا ده، یعنې پر سوله او د اختلاف وړ ټکو باندې باید یوځل نه، په کراتو خبرې وشي او حل لار ورته وموندل شي، ترڅو دوامدار سولې ته لاره خلاصه شي. اما که هرڅوک د سولې خبرو پر مسایلو کې عجلې ټینګار لري، دا په حقیقت کې د افغانستان د ستونزو پر ریشه حل باندې فکر نه کوي، بلکې د بُن د لومړي کنفرانس په شان غواړي چې هرڅه په چټکۍ او عجولانه توګه پر خلکو وتپي چې نتیجه یې له شل کاله جنګ، جګړو او اختلافاتو وروسته نن معلومیږي چې منفي وه.

په همدې خاطر غواړم یوه شي ته اشاره وکړم چې که نولس کاله وړاندې د سپټمبر په یوولسمه پر نړیوالو مرکزونو حمله وشوه او نړۍ په لړزه راغله، نن د بل سپټمبر په یوولسمه دا دی د همغې پېښې اصلي متضررین یعنې افغانان د خپلمنځي خبرو لپاره دوحې ته روانیږي. د سپټمبر د دوه نیېټو برابر راتلل که عمدي یا غیرعمدي وي، نو نتیجه یې د افغانستان لپاره ښه ګڼل کیدای شي او افغانان یې په نیک فال نیسي.

په همدې پلمه غواړم پر ټولو افغانانو غږ وکړم چې د سولې لپاره چې یې څه له وسه کیږي، هغه وکړي. سوله د افغانانو د زړه غوښتنه ده او افغانان ورته د آب حیات په شان اړتیا لري. افغانانو ته په اوس وخت کې تر سولې پرته نور هیڅ شی هم اهمیت نه لري، نو له همدې امله هیله مند یم چې په قطر کې د افغانانو خپلمنځي خبرې ژر تر ژره پیل شي او افغانانو په ټولو لانجمنو مسایلو په پښتو او دري ژبو پراخ بحثونه وکړي او افغانستان ته دایمي سوله راولي، ترڅو د افغانانو عزت بیرته پر ځای او افغانستان د نړیوالې ټولنې یو فعال غړي په توګه ژوند ته ادامه ورکړي. افغانان نور منزوي او کوښه شوی افغانستان نه غواړي. موږ پر دې باور یو چې د طالبانو لوری هم نور نه غواړي چې خپل پخوانی امارت بیا ژوندی کړي او افغانستان د نړۍ د تورې سیمې په توګه اعلان کړي، بلکې دوی هم د خپلو څو کلونو جنګونو، مبارزو او سیاست وروسته دې نتیجې ته رسیدلي دي چې افغانستان د ټولو افغانانو له ګډ کور کیدو پرته هیڅ کله هم دایمی ثبات ته رسیدای نه شي.

صفي الله ملاخېل

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق