طالبان وایي، د افغانانو د خپلمنځي ناستې د پیل مراسمو روحیه سولهییزه وه. د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي او د یادې ډلې د فرهنګي کمیسیون مرستیال ملا احمدالله وثیق په یوه تازه مرکه کې ویلي، په قطر کې د ترسره شوې بین الافغاني ناستې روحیه ډېره سولهییزه وه.
هغه اوربند ته په اشارې ویلي، اوربند د ټولو افغانانو غوښتنه او ډېره مهمه موضوع ده، خو په وینا یې، مقابل اړخ تل د مؤقتي اوربند غوښتنه کړې ده، خو دا چې ټینګ به شي کنه اوس به تر وخت مخکې وي چې په دې تړاو خلکو ته خوشبیني ورکړل شي.
هغه د خپلو خبرو پر دوام ویلي، دوی هڅه کوي د خبرو له لارې په هېواد کې تلپاتې اوربند ته لار هواره کړي.