خبرهای مرتبط

جمع

بیش از یک میلیون بوتل سیرم از افغانستان به عراق صادر شد

یک شرکت دواسازی به نام میلی شفا، به ارزش...

تاکید سازمان همکاری اسلامی بر حق تحصیل زنان و دختران و ایجاد دولت فراگیر در افغانستان

پانزدهمین اجلاس سران کشورهای عضو سازمان همکاری اسلامی با...

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

وینی کمار : افغانستان کې هغه وخت سوله سوله راځي، چې په بهر کې د تجهیز او تمویل مرکزونه بند شي

«هند تل د افغانستان له نظامونو ملاتړ کړی او بیا به هم د نظام ملاتړ ته ادامه ورکړي، نه له ډلوټپلو»

د سولې په اړه د دنیا ورځپاڼې د ځانګړو مرکو لړۍ

لیکوال: صفی‌الله ملاخیل

دنیا ـ کابل: د افغانستان لپاره د هند سفیر ویني کمار چي په کابل کي یي د سفیر په توگه دنده پای ته رسیدل، وايي، چې هیواد به یې له افغانستان سره هر ډول همکاریو ته ادامه ورکړي. نوموړي چې له دنیا ورځپاڼې او افغانستان ټایمز ورځپاڼې سره ځانګړې مرکه کې خبرې کولې، وویل چې د افغانستان د ملي روغې جوړې، امنیت، ثبات او رغونې په برخو کې چې د هند له وسې څه پوره وي، هغه به ونه سپموي.  

نوموړي وویل، د افغانستان او هند ترمنځ دوستانه تاریخي اړیکو ته په اشاره وویل چې د افغانستان او هند اړیکې سلګونو کلونو ته رسیږي او ثاته شوې چې دواړه هیوادونه په بیلابیلو بخو کې خورا نږدې او دوستانه اړیکې درلودلي دي. نوموړي زیاته کړه چې هند تل د افغانستان له نظامونو سره مرسته کړې او پر دغې پالیسۍ لا هم روان دی.

ښاغلي ویني کمار وویل چې د افغانستان د سولې په پروسه کې هم د همکاریو ته چمتو دی، خو ټینګار یې وکړ چې د افغانستان د سولې خبرې باید د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ ترسره شي. ښاغلي ویني کمار وویل چې د افغانستان سوله هله کامیابیدای شي، چې په سیمه کې د ترهګرۍ ملاتړي په خپلو پالیسیو کې جدي تغییرات راولي. نوموړي وویل، چې په افغانستان کې هم هغه وخت امنیت او ثبات راتلی شي، چې د افغانستان ګاونډیان د تروریزم له ملاتړ او تمویل څخه لاس واخلي.

ښاغلي سفیر وویل، چې افغانانو او ټولې نړۍ ته څرګنده ده، چې د تروریزم د تمویل، تجهیز او رزونې مرکزونه د افغانستان له خاورې بهر په پاکستان کې دي او په افغانستان کې هم هله ثبات او امنیت راتلی شی، چې دغه مرکزونه په واقعي ډول بند او د پاکستان پوځ او استخبارات د افغانستان او سیمې پر وړاندې له تخریبي فعالیتونو لاس واخیستل شي.

نوموړي زیاته کړه، که څه هم یو شمیر ګاونډي هیوادونه د افغانستان په سوله او ثبات کې د همکارۍ وعدې کوي، خو په عمل کې هغه څه نه ترسترګو کیږي. نوموړي په تېرو کلونو کې د پاکستان پالیسۍ ته په اشاره وویل، تر هغو چې په عمل کې ونه لیدل شي چې هلته د افغانستان په اړه تخریبي فعالیتونه نه دي دریدلی، پر تشو خبرو باور نه شي کیدای.

ویني کمار د افغانستان د سولې روان بهیر ته په اشاره هم وویل چې که څه هم هیواد یې د سولې د هر ډول هڅو ملاتړ کوي، خو ټینګار لري چې د افغانستان ګاونډیان باید په عمل کې ثابت کړي چې نور له افغانستان سره د سولې به تامین کې مرسته کوي. هغه وویل چې په افغانستان کې ثبات او سوله د سیمې د ټولو هیوادونو په ګټه دي.

نوموړي د سولې روان بهیر د افغانستان د راتلونکې لپاره ترټولو ښه فرصت یاد کړ او زیاته یې کړه چې له دغه فرصته باید ټول ګټه پورته کړي او په افغانستان کې جګړه او تاوتریخوالی نور پای ته ورسیوي. د هند سفیر وویل چې اوس د افغانستان خلکو ډېر تغییر کړی او زیاته یې کړه چې یو زیات شمیر افغان ځوانان تحصیلیافته شوي، سلګونو زره هلکان او نجونې ښوونخیو او پوهنتونو ته ځي، په همدې ډول زرګونو ځوانانو په بهیر کې تحصیلات کړي او له ښو تجربو سره افغانستان ته ستانه شوي، نو ځکه د افغانستان راتلونکې خورا روښانه ښکاري.

د هند سفیر وویل، هیواد یې د افغانستان په بیا رغونه کې ډېرې هڅې کړي دي چې په تېرو شلو کلونو کې له څلور سوه زیاتې پروژې تمویل شوي چې د سلمان بند، د چابهار بندر لار، د زرنج دل آرام لار، د افغانستان د ملي شورا ودانۍ، د بالاحصار بیا رغونه او داسې نور د مهمو پروژو په توګه یادولی شو.

 ویني کمار په شمال کې د یو شمیر ډلو د مسلح کولو په اړه د خپرو شویو اوازو د رد ترڅنګ، وویل چې هند کله هم له نظام پرته د نورو ډلو ملاتړ نه دی کړی. هغه زیاته کړه، چې همیشه یې له نظام سره مرسته کړې او دغه پالیسي به یې ادامه ولري. هغه وویل چې د له نظامه بهر د ډلو ملاتړ او تجهیزول د افغانستان له ثبات سره هیڅ مرسته نه شي کولی.

په ورته وخت کې نوموړي وویل چې افغانستان د پانګونې لپاره پوره ظرفیت او منابع لري او زیاته یې کړه چې د چابهار بندر له لارې به د هندـافغانستان او د هند ـ منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه لا زیاته شي.

ښاغلي کمار وویل چې هند په جابهار بند کې د پام وړ پانګونه کړې او کوم تاسیسات چې هلته اړین وو د هغو په جوړلو کې یې د پام وړ کار کړی او د دې ترڅنګ کومې لارې له چابهار بند څخه افغانستان ته غځیدلي دي، د هغو په جوړولو ته یې ادامه ورکړې. ښاغلي ویني کمار وویل چې له افغانستان څخه وچه او تازه میوه د یاد بندر لارې هند ته لیږدول شوې او په همدې ډول له هند څخه هم غنم او نور توکي افغانستان ته لیږدول شوي چې دا به په راتلونکو کلونو کې لا پراختیا ومومي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق