خبرهای مرتبط

جمع

تاکید سازمان همکاری اسلامی بر حق تحصیل زنان و دختران و ایجاد دولت فراگیر در افغانستان

پانزدهمین اجلاس سران کشورهای عضو سازمان همکاری اسلامی با...

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

خلیلزاد: افغانان سوله غواړي او د اوس لپاره له سولې پرته بل هیڅ انتخاب نه‌شته

تر راتلونکي پسرلي کافي وخت دی چې د سولې مذاکرات یوې نتیجې ته ورسیږي. زلمي خلیلزاد په خپله وروستي مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا در اتلونکي کال تر پسرلي به د سولې مذاکرات بریالي شي؟ ویلي چې دا د مذاکراتو د بریالیتوب لپاره کافي وخت دی، ځکه چې دده په وینا افغانان د بن په کنفرانس کې په یوولسو ورځو کې توافق ته ورسیدل: «تر هغه وخت کافي وخت لرو، زه باور لرم چې افغانان به یوې پایلې ته رسیږي، ځکه موږ د بُن په ناسته کې په یوولسو ورځو کې پرېکړې ته ورسیدو، نو تر هغه وخت کافي وخت دی، موږ یوازې د ځواکونو وتل نه غواړو، بلکې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره یو سیاسي جوړجاړی غواړو.»

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ښاغلي خلیلزاد وايي، چې په اوس وخت کې په افغانستان کې له سولې پرته بل هیڅ انتخاب نه شته او افغانان د دجګړې دوام نه غواړي.

زلمي خلیلزاد دغه څرګندونې له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د امریکا ولسمشر د خپلې ژمنې پر اساس په سیمه کې د امریکا اوږدې جګړې ته د پای ټکی ایښودل غواړي، خو په وینا یې د جګړې د پای ته رسیدو او د ثبات د رامنځته کیدو لپاره باید افغانان کار وکړي او دا د وخت جدي اړتیا ده.

نوموړی وايي، چې د افغانانو ترمنځ مذاکرات به خورا پیچلي او له ننګونو ډک وي، خو د نړیوالې ټولنې ترڅنګ عام افغانان هم په افغانستان کې د جګړې پای ته رسیدل غواړي: «که توافق ونه شي او خبرې ناکامې شي، چې زه یې وړاندوینه نه کوم، ځکه هغه مهال به دغه جګړه د ډېرې نورې اوږدې مودې لپاره دوام وکړي، هره ورځ ډېر افغانان وژل کیږي، نور بس دی، افغان لوری یوه توافق ته د رسیدو لپاره یوازې زما او یا د امریکا متحده ایالاتونو او نړیوالې ټولنې تر فشار لاندې نه دی، بلکې خپل خلک ترې هرڅه ژر سوله غواړي او زه هیله من یم چې دغه فشار به په دواړو خواوو اغیز ولري.»

خلیلزاد وايي، افغانان د داسې سیاسي مشرانو د نشتوالي له اړخه له ستونزو سره مخ دي، چې له یو بل سره د ګډ کار وړتیا او اراده ولري، خو نوموړی وایي چې اجازه نه ورکوي چې څوک د افغان سولې به پروسه کې خپلې شخصي ګتې تعقیب کړي: «افغانان د داسې سیاسي مشرانو د نشتوالي له پلوه له ستونزو سره مخ دي چې یو بل سره د ګډ کار وړتیا او اراده ولري، یا هیوادنیو ګټو پر شخصي ګټو لومړیتوب ورکړي، خو زه هیله من یم چې دا تغییر به راشي او په دې توګه دا جګړه پای ته رسیدای شي.»

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو استازی وايي، متحده ایالات هم د شاوخوا پنځه زره طالب بندیانو له خوشې کیدو خوښ نه دي خو په وینا یې د سولې لپاره سختې پرېکړې وشي: «موږ په دې پرېکړه خوښ نه یو، خو کله ناکله باید سخت تصامیم ونیول شي، افغانان یې باید له همدې زده کړي، زه شخصاً له دې پرېکړه خوښ نه وم، موږ سره توافق شوی، چې دوی به بیا د جګړې ډګر ته نه ګرځي، په دې اړه شواهد هم نه لرو، خو یوازې موږ په حکومتي راپورونو کې اوریدلي دي چې ځینې خوشې شوي بندیان بیرته جګړې ته ستانه شوي، طالبان هم ادعاوې لري. دوی وايي چې حکومت یې خوشې شوي بندیان بیرته نیولي او وژلي دي.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق