خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

د جنګ بایلونکی او ګټونکی معلوم نه شو!

په تازه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوه اړخیزو خبرو له پای ته رسیدو او د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو له پیل سره سم، د طالبانو د خوا د دروند والي هڅې کیږي. ځینې کسان په عمدي ډول هڅه کوي چې له دغه وضعیت څخه استفاده وکړي او د افغانانو ترمنځ د نورو بې باوریو ته فضا برابره کړي.

په تازه کې د پاکستان پخوانیو چارواکو د طالبانو په اړه داسې څرګندونې کړي، چې ګني ترې جوتیږي چې امریکا دوی ماته کړې او د طالبانو ملاتړ هم دوی کړی. د پاکستان د دفاع مخکیني وزیر خواجه اصف ویلي چې که امریکا سره زور دی، نو له دوی چې هدف یې د طالبانو مقاومت دی، د الله مرسته ده او په خیر کې یې هم لیکلي چې الله هو اکبر.

د طالبانو له تحریکه د پاکستان ملاتړ څه نوې خبره نه ده او نه هم پټه خبره ده. بلکې ټولو ته ښکاره ده چې طالبان د پاکستان ملاتړ له ځانه سره لري او هرڅه چې پاکستان وغواړي طالبانو باندې یې عملي کوي. که څه هم طالبان کوښښ کوي چې ځان سپین ثابت کړي، اما دا اوس منل شوې ده چې طالبان د پاکستان په کنټرول کې دي. دا چې د افغانستان د سولې په مذاکراتو کې ښاغلی خلیلزاد په کراتو پاکستان ته سفرونه وکړل او د هغو مشورې او خبرې یې واوریدې دا څه معنا لرلی شي؟ او دا چې د خبرو په جریان کې په کراتو طالب چارواکي پاکستان ته ولاړل او له پاکستاني چارواکو سره یې په دې حساس وخت کې کتنې وکړې، دا هم بې معنا نه دي! او تر ټولو مهمه دا چې نور د طالبانو او پاکستان اړیکې له هیچا هم پټې نه دي او موږ هم وایو چې د امریکا، ناټو، نړیوالې ټولنې او افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې د طالبانو د مقاومت اصلي ریښه په پاکستان کې وه او ده او د دې ټولو کردت په غیر مستقیم ډول پاکستان ته ورغلي دي.

اما اصلي خبره چې ماته  ډېره مهمه ده، هغه دا ده چې د پاکستان برحاله ولسمشرانو، د استخباراتو او پوځ مسوولانو کله هم د خپل ماموریت پر مهال د طالبانو د ملاتړ خبره نه  ده کړې، بلکې تل یې انکار او منافقت کړی، خو کله چې له ماموریته خلاص شوي او په کور ناست دي، نو یې بیا د طالبانو په اړه جالبې او د حیرانتیا وړ معلومات شریک کړي دي. دا یو ځل دوه ځله نه دي شوي، بلکې هر پاکستاني چارواکی او مقام چې له دندې لرې شوی، نو د طالبانو د ملاتړ خبره یې کړې او زموږ خلکو ته هم ښکاره ده چې طالبان په پاکستان کې پاتې شوي او همدغه هیواد یې روزنه او پالنه کړې ده.

په همدې پلمه غواړم چې امریکا او نړیوالو ته ووایم چې په افغانستان کې جګړه د افغانانو نه وه او نه ده، بلکې دا جګړه د تاسو، ترهګرو او پاکستانیانو ترمنځ وه چې له بدغه مرغه د مظلومو افغانانو خاوره کې مو جاري ساتلې وه او د طالبانو له مجبوریت څخه مو په استفاده زموږ په هیواد کې شل کاله د درواغو جنګ وکړ او په سلهاوو زره افغانان مو ووژل او میلیونه نور موږ در په دره کړل. دا جنګ دومره پلیت او بې معنا و چې نن ورځ د جګړې ګټوکی او بایلونکی معلوم نه شو، نه امریکا وايي چې ما جنګ بایللی او نه هم طالبان، نه هم افغان لوری او نه هم پاکستان، بلکې ټول داسې څرګندوي چې ګویا دوی جګړه ګتلې او قاتحین دي. که چیرته امریکا جنګ بایللی وای، نو بیا ولې د طالبانو او افغان لوري په خبرو کې تر ټولو بره سر کې ناست وي، بیا خو باید د بایلونکی په توګه یوازې تماشه یې کولی، اما پوهیږو چې دا جنګ همداسې ډیزان شوی وو او یوازې افغان لوری او طالبان یې د سوخت لرګي وو چې په تېرو شلو کلونو کې وسوځول شو.

په اخیر کې وایم چې تېر په هیر، الله دې نور زموږ په هیواد کې سوله راولي، چې دغه ټولې بدبختۍ د پای ټکی ومومي او افغانان یو بل سم وپیژني او نور د دښمنانو په اشاره د خپل هیواد ړنګولو ته ادامه ور نه کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق