خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

کابل کې پوليسو له يوه کوره ۴۸ میله قلمي ډوله وسلې کشف او ترلاسه کړي

د کورنيو چارو وزارت وايي، کابل ښار کې يې د وسلو او مقناطيسي ماینونو یو پټنځای چې په هدفي وژنو کې ترې ګټه اخیستل کېده، کشف او ترلاسه کړی دی. له ياد وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ترهګرو غوښتل له دې جنګي وسایلو نه په کابل ښار کې په يو لړ پېچلو هدفي وژنو کې کار واخلي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه پټنځای يې په کابل کې یوه استوګنیز کور کې کشف کړی دی. خبرپاڼه زياتوي چې له یاد پټنځای نه ۴۸ میله قلمي ډوله وسلې، ۱۴ کړۍ مقناطیسي ماینونه او ۸۵۰ مټره ثانیه سوځوونکې فلیتې ترلاسه شوې دي.

د کورنیو چارو وزارت ويلي، د دې پټنځای په کشف سره په کابل کې له ګڼو هدفي وژنو مخنیوی شوی دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق