خبرهای مرتبط

جمع

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

پاکستان ته د عبدالله سفر او کابل ته د عمران خان رابللو پوښتنې او اندېښنې راپورته کړي

ډ سولې بین الافغاني مذاکراتو د لومړنیو خبرو په تعقیب اسلام اباد ته د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله سفر او د ولسمشر غني له لوري کابل ته د عمران خان رابلل د سولې پروسې او سیاسي اوضاع په اړه پوښتنې او اندېښنې راپورته کړي دي. 

 د چارو شنونکي باور څرګندوي چې د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله غواړي چې په سیمه‌ییزه کچه د سولې لپاره د اجماع په رامنځته کولو سره د سولې پروسې ابتکار عمل په لاس کې واخلي، خو ولسمشر غني نه غواړي چې نوموړی په دې کار کې بریالی شي. دوی وايي، چې اوسني چارواکي د واک ته درسیدو لپاره پاکستان ته ګوري او ولسمشر غنی له پاکستان سره پټې معاملې لري.

د ولسمشر پخواني سلاکار او سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي: «پاکستان هم فکر کوي چې ډاکتر عبدالله او ملګري یې قومي ريښې لري، په افغانستان کې بهتره آینده لري له طالبانو سره، نسبت ډاکټر اشرف غني ته چې له خلکو ډېر لرې دی.»

پخوانی دیپلومات عزیز الدین معارج کابل نیوز ته ویلي: «اوسني چارواکي هرڅه حتا واک ته رسیدو او آن خپل واک لپاره پاکستان ته ګوري. دا چې د سولې عالي شورا مشر پاکستان ته په رسمي سفر روان دی او هلته د سولې د ملاتړ لپاره هلې ځلې کوي او له بلې خوا ولسمشر ډاکټر غني د پاکستان لومړی وزیر افغانستان ته را دعوت کړی دی، دلته د پټو معاملو خبره بالکل شته او شوي دي.»

ویل کیږي چې ولسمشر غني کابل ته د پاکستان د صدر اعظم ته په دعوت سره هڅه کوي هغه پټ تړونونه چې پاکستان سره یې کړي، رسوا نه شي او د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمنځ په دوه اړخیزو لیدنو کې راپورته شي.

د ولسي جرګې ځینې غړي او د چارو شنونکي وايي چې پاکستان ته د مصالحې عالی شورا رئیس عبدالله عبدالله سفر ښه اقدام دی او له دې سفر وروسته به څرګنده شي چې ولسمشر غني له یاد هیواد سره معامله کړې که نه؟

د ولسي جرګې غړی ابرار الله مراد کابل نیوز ته ویلي: «دې ته منتظر پاتې شو چې څه کیږي، معلومیږي د ډاکتر صاحب عبدالله له سفر نه بعد چې هلته دا موضوع څه رقم ده، که واقعاً همدغسې څه وو او داسې وو چې زموږ ملي منافعو ته او زموږ ولسونو ته په کې ګټه او فایده نه وه، نو بیا زموږ دریځ دا دی چې که هغه رئیس جمهور وي، که امریکایان وي، که هغه ډاکټر صاحب عبدالله وي او که هر رهبر او هر مشر وي د هغه پر وړاندې به دریږو.»

په ورته مهال د ملي مصالحې عالي شورا مسوولین وايي چې دغه سفر د پاکستان د صدر اعظم په بلنه ترسره کیږي، چې د مصالحې عالي شورا رئیس به د افغانستان دسولې پروسې پیاوړتیا او د اجماع جلب لپاره له پاکستاني چارواکو او سیاستوالو سره وګوري او تمه دا ده چې د افغانستان په مسئله کې ښکیل هیوادونه د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون خوځون ویلي: «د ملي مصالحې د عالی شورا مشر د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په رسمي بلنه د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختنیا او رغښت او د افغانستان د سولې پروسې لپاره د سیمه ییزې اجماع د تقویت او د سیمه ییزې همکارۍ د جلب لپاره پاکستان ته سفر وکړي، په دې سفر کې به د عمران خان سربیره د پاکستان له نورو سیاستوالو سره هم وګوري.»

ارګ په دې تړاو نظر ورکولو ته نه حاضریږي. اسلام آباد ته د عبدالله عبدالله سفر او کابل ته د ولسمشر غني له خوا د پاکستان صدر اعظم عمران خان ته بلنه ورکولو په تړاو اندېښنې په داسې حال کې راپورته کیږي چې د سولې روان مذاکرات په خورا حساس پړاو کې دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق