خبرهای مرتبط

جمع

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

دانشجویان افغان از عدم تمدید روادید تحصیلی هند انتقاد کردند

همزمان با انتقاد دانشجویان هند از عدم تمدید روادید...

کاهش کمک‌ها و ابتلای سه میلیون کودک به سوءتغذیه در افغانستان

سازمان جهانی غذا با ابراز نگرانی از شرایط افغانستان...

که سوله کوئ، نو هدفي وژنې مه کوئ!

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي چې د روان میلادي کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د څه کم زر تنو د ترور هڅې شوي دي، چې په پایله کې یې ۵۳۳ تنه وژل شوي او ۴۱۲ تنه نور ټپیان شوي دي.

 د ترورونو دغه ارقام ممکن دقیق نه وي او کیدای یو نیم له حسابه پاتې هم وي، خو په ټوله کې دغه شمیر هم دردونکی دی او د دې ښودنه کوي چې په افغانستان کې د شخصیتونو، کدرونو، منتفذینو، ځوانانو او مبارزینو د وژلو او له صحنې د خلکو د لرې کولو لړۍ ښه په جدیت روانه ده.

په داسې حال کې چې په قطر کې د سولې خبرې روانې دي، خو د دغومره کسانو موخه ګرځول د افغانستان د دردونو ډکه کیسه بیانوي، چې د دې خاورې هیڅ سر هم په امان کې نه دی. که چیرته د ترورنو مسئله په دقیق ډول او له مخینې سره وڅېړل شي، معلومیږي چې په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې لسګونه زره افغانان تر هدف لاندې راغلي او وژل شوي دي.

هدفي وژنو یو خاصیت دا دی چې وتلي او مهم اشخاص په کې زیات په نښه کیږي او هر ترور د افغانستان بنسټ او اساس ته سخت ضربه رسوي. دمګړۍ له افغانستان یو زیات شمیر بانفوذه، مشهور او نوموتي شخصیتونه د ترور کیدو له وېرې یا له هیواد تښتیدلي دي او که وتلي هم نه دي، په کور ددنه په خورا بد وضعیت کې ژوند کوي چې دغه دول حالت دردوونکی دی.

په داسې حال کې چې د سولې خبرې پیل شوي دي او دواړه لوري هم له بنبست سره د جګړې د مخامخیدو له امله د خبرو لاره خپله کړې ده، نو له دې باید دا یې هم درک کړي وي چې په مرګ او وژلو هیڅ هم نه تر لاسه کیږي، غیر له دې چې د خپلو وطنوالو  کورونه خراب کړي.

دا چې د سولې خبرو ته سره  کیني، معنا یې دا ده چې نور به له تاوتریخوالي او ترورونو سره مخه ښه کوي او د یوه انساني ټولنې برخه به کیږي چې له هر ډول غیر انساني او بشر ضد کړنو څخه به په تمامه معنا لرې اوسي، اما تر اوسه خو د دغسې یوې سولې هیڅ څرک هم نه لیدل کیږي. له نیکه مرغه چې دوحه کې د سولې خبرې رواني دي او له بده مرغه چې افغانستان کې بیا ترورونه، جګړې، تاوتریخوالی او هوايي او ځمکني بریدونه هم په شدت سره ادامه لري. 

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق