خبرهای مرتبط

جمع

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

اعتراضات مردمی در ولایت بدخشان؛ گسترش اعتراضات پس از درایم در ولسوالی‌های ارگو و جرم

اعتراضات در ولسوالی‌های درایم، ارگو و جرم ولایت بدخشان گسترده شده است و مردم خشمگین از اعمال حکومت سرپرست، اعتراضات‌شان ادامه دارد.

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

اتمر: پر دوه اختلافي موضوعاتو توافق نه دی شوی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، چې د افغان دولت او طالبانو مذاکراتي هیاتونو ترمنځ پر دوه اختلافي موضوعاتو توافق نه دی شوی.

د بهرنیو چازو وزارت سرپرست حنیف اتمر په دوحه کې له مذکراتي پلاوي او د قطر له امیر سره د ولسمشر غني له لیدنو وروسته یوې خبري ناستې ته وویل چې په کلیاتو کې په طرزاعمل توافق شوی، خو لا هم دواړه لوری پر دوه اختلافي مسایلو توافق ته نه دي رسیدلي.

حنیف اتمر وايي: «د مذاکراتو طرزالمل په خپل ذات کې مهم مواد په کې دي، په ټوله کې توافق پرې شوی، خو تر اوسه هم دوه مسئلې لري چې ورباندې هوکړه نه ده شوې.»

حنیف اتمر وايي، چې دوی په مذاکراتو بریالیتوب په برخه کې درې اساسي اهداف تعقیبوي، چې د دغو اهدافو له جملې هر څه ژر د مذاکراتو طرزاعمل نهايي کیدل، د تاوتریخوالي کموالی او د اوربند ټینګښت لپاره نظارتي میکانیزم رامنځته کیدل او د سیاسی توافق له مخکې د روانې جګړې پای ته رسول شامل دي.

اتمر زیاتوي: «ژمنه شوې وه چې د سولې د مخامخ خبرو له پیلیدو سره به د مقابل لوري دوه کاره کیږي، چې یو د تاوتریخوالي کمیدل او دوهم پر یوه میکانیزم توافق چې د تاوتریخوالي د کمیدو څخه نظارت وکړي، چې که چیرته کوم ځای کې تاوتریخوالی زیات شي هغه وکړای شي چې عوامل یې وپلټي او دواړو خواوو سره مرسته وکړي چې حل لاره پیدا کړي، زموږ ټینګار پر همدې دی.»

حنیف اتمر وايي، چې د قطر امیر د دغو درې اهدافو د عملي کیدو او د سولې روانو مذاکراتو د بریالیتوب ژمنه کړې.

ولسمش رغني قطر ته سفر پر مهال د مذاکراتي هیات غړو، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالتونو ځانګړي زلمي خلیلزاد او د قطر له امیر سره کتلي دي. اتمر ویلي دي چې د قطر امیر د دغو درې اهدافو د عملي کیدو او د سولې د روانو مذاکراتو د بریالي کیدو ژمنه کړې ده.

په ورته مهال د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په دوحه کې خبریالانو ته ویلي چې د افغان دولت او طالب استازو ترمنځ له بهرنۍ مداخلې پرته مذاکرات روان دي او امریکا هم پر دې ټینګار کوي چې د مذاکراتو رهبري باید د افغانانو په لاس کې وي.

حمدالله محب وايي: «کومې خبرې چې د افغانستان اسلامي جمهوریت د ټیم او د طالبانو ترمنځ کیږي، دلته کوم میانجي نه شته او مذاکرات باید د هغو مسایلو پر اساس وي افغانان یې سره لري او باید د افغانانو په رهبرۍ وي.»

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق