خبرهای مرتبط

جمع

بیش از یک میلیون بوتل سیرم از افغانستان به عراق صادر شد

یک شرکت دواسازی به نام میلی شفا، به ارزش...

تاکید سازمان همکاری اسلامی بر حق تحصیل زنان و دختران و ایجاد دولت فراگیر در افغانستان

پانزدهمین اجلاس سران کشورهای عضو سازمان همکاری اسلامی با...

له افغانانو سره د پاکستان او ایراني ځواکونو ناسم چلن ادعاوې

له پاکستان او ایرانه ځینې راستانه شوي افغانان ادعا...

هلمند کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ خونړۍ جګړه

جنرال سکاټ مېلر: هلمند کې د طالبانو بریدونه د امریکا او طالبانو له هوکړې سرغړونه ده

د هلمند د ولایتي شورا رئیس: تر وړمې شپې دولسو بجو پورې ۶۰۰ کورنۍ بې ځایه شوې وې، نو چې وروسته به څومره خلکو خپل کورونه پريښي وي، معلومه نه ده

طالبانو د هلمند د مرکز لښکرګاه ښار ډېرې سیمې نیولې دي او لا هم د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښتې نیولې دی. وسله والو طالبانو له تیرو درې ورځو راهیسې دهلمند پر مزکز بریدونه پیل کړي او وړمه شپه یې د څلورمه او درېیمه حوزه هم ونیوله، خو چارواکي وايي چې سیمې ته تازه دمي سرتېري او طالبانو بیرته شا تګ کړی دی.

د هلمند د ولایتي شورا غړي وايي، چې د هلمند په مرکز او ولسوالیو کې د نښتو له امله یوازې تېره شپه له نادعلي ولسوالۍ شپږ سوه کورنه له خپلو کورونو بې ځایه شوي دي.

د هلمند د ولایتي شورا غړي عبدالمجید آخندزاده وايي: «جنګ شروع دی، جنګ ولاړ نه دی، دقیق معلومات نه شته چې څومره خلک له سیمو راوتلي دي، مهاجر شوي دي، ځکه چې خلک اوس هم راوځي، لښکرګاه ته راځي.»

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان کابل نیوز ته ویلي: «زموږ د معلوماتو پر اساس، تقریباً پنځه شپږ سوه کورنۍ، تر بیګاه دولس بجو پورې بې ځایه شوي دي، نو چې تر سهاره به یې فیصده څومره شوي وي.»

شنونکي وايي، چې په هلمند ولایت کې د دولت او طالبانو ترمنځ شدت لامل دا دی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې له هوکړې وروسته طالبانو ته فاتحانه فکر ورکړل شوی او دوی عام خلک هڅوی چې له دوی سره ودریږي، د حکومت پر وړاندې ودریږي او تر لاسه شوي مالونه غنیمت کړي.

بل لوری ته بي بي سي لیکي چې افغانستان کې د میشتو نړیوالو ځواکونو لوی قوماندان جنرال سکاټ مېلر ویلي په هلمند کې د طالبانو روانه جګړه له هغې هوکړې سرغړونه ده چې د قطر پلازمېنه دوحه کې د دې ډلې او امریکا ترمنځ تېره فبرورۍ میاشت کې لاسلیک شوې ده.

نوموړي ویلي چې دغه بریدونه د افغان سولې پر روان بهیر او په دوحه کې پر روانو بین الافغاني مذاکراتو هم منفي اغیز کولی شي. جنرال مېلر پر طالبانو غږ کړی چې سملاسي په هلمند کې جګړه پای ته ورسوي او په ټول افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي. نوموړي له دې وړاندې هم پر دې ډلې د تاوتریخوالي د کمولو غړ کړی دی، خو طالبانو تر دې دمه دا غوښتنې رد کړې دي.

بل لورته د افغان ولسمشرویاند صدیق صدیقي پرون ( دوشنبې اکتوبر ۱۲) یوه خبري غونډه کې وویل چې افغان حکومت پر هلمند د طالبانو بریدونه په “جدیت محکوموي” او د دې بریدونو معنا ده دا ده چې «طالبان د افغانانو هغه غوښتنه نه مني چې د تل پاتې سولې لپاره یې لري.»

هغه وویل د طالبانو جګړه په دې معنا ده چې دوی سولې ته ژمنتیا نه لري او د خلکو او نړیوالو غوښتنې ته ارزښت نه ورکوي. صدیقي پر طالبانو غږ وکړ چې د جګړې دوام لپاره بهانه نه ده پاتې او په کار ده چې طالبان له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته دوام ورکړي.

بي بي سي لیکي چې افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو ویاند سوني لګېټ پر ټویټر یوه بیان کې ویلي چې په تېرو دوه ورځو کې افغانستان کې میشتو امریکايي ځواکونو په هلمند کې د طالبانو د بریدونو په مقابل کې له افغان ځواکونو نه د دفاع لپاره هوايي بریدونه کړي دي. هغه ویلي، دا دفاع یې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې په رڼا کې شوې ده او که طالبان پر افغان ځواکونو بریدونه کوي نو دوی به یې ملاتړ کوي.

له دې وړاندې د هلمند امنیه قوماندان ویلي وو، پر لښکرګاه او شاخواو سیمو د طالبانو پراخ بریدونه په شاتمبول شوي او د طالبانو هغه پلان یې شنډ کړی چې دده په وینا د هلمند د نیولو لپاره یې جوړ کړی. امنیه قوماندان خلیل الرحمن جواد ویلي په ځوابي بریدونو کې ۱۷۰ طالبان وژل شوي دي.

د هلمند پر مرکز او شاوخوا سیمو کې یې طالبانو داسې مهال پراخ بریدونه کړي او ځینې سیمې یې نیولي چې په قطر کې د افغان دولت او طالبانو مرکچي پلاوي د خبرو له لارې د جګړې پای ته رسولو لپاره هڅې کوي.

دواړه پلاوي لا هم د خبرو پر چلن‌لاره نه دي سلا شوي او په ځینو مواردو کې جدي اختلاف شته. د دې اختلاف د هواري لپاره د رپوټونو له مخې د افغان سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هڅې پیل کړيدي. پر هلمند د طالبانو برید وروسته له هغه چې دوحه کې د دې ډلې او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لاس لیک شوې تر ټولو پراخ بلل شوی.

طالبانو پر هلمند د برید په اړه ډېر څه نه دي ویلي، یوازې ددغې ډلې یوه ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر لیکلي چې د خلکو له خوا د هلمند د بریښنا سب سټیشڼ ته لږ زیان اوښتی وو، خو د دوی وسله‌والو خلک منع کړل.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق