خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

د سولی روان مذاکرات او د جنګ ادبیات!

له شاوخوا دوه کلونو راهیسې په افغانستان کې د سولې د ټینګیدو لپاره هڅې پیل شوي دي. که څه هم د سولې د خبرو له پیلیدو وروسته افغانانو ته داسې هیلې راپیدا شوې چې ګني د جګړې ټغر به هم ډېر ژر ټول شي او له امریکایانو سره د  طالبانو له هوکړې وروسته بیا داسې انګیرل کیده چې افغانان به ډېر ژر یوې پایلې ته ورسیږي، اما لیدل کیږي چې نه یوازې دا چې د سولې څرک نه لیدل کیږي، بلکې ښکاري چې دا خبرې ممکن میاشتې او آن کلونه ونیسيي، ځکه د دواړو خواوو له څرګندونو او د جګړې په ډګر کې د له موجود وضعیت څخه داسې ښکاري چې سوله به دومره ژر راشي.

دمګړې د افغانستان په حکومت او په همدې ډول د طالبانو په طرف کې ډیر داسې کسان دي چې د سولې ضد او مطلق د جګړې خبرې کوي. په داسې وضعیت کې باید پر سوله تمرکز وشي او له افغانستان د بهرنیانو د مسوولانو وتلو لپاره شرایط برابر شي، دواړه لوري د خپلو ګټو په خاطر د سولې ضد څرګندونې او یو او بل طرف ننګوي. له دې ور ها خوا د هیواد په ګوډ ګوډ کې شدید جګړه روان ده او دواړه لوریو او عام ولس ته خورا زیات مالي او ځاني زیانونه اوړي. د هلمند، بغلان او تخار ولایتونو مرګ ژوبله یې ښه مثال کیدای شي، چې په هلمند کې لسګونه زره کسان د جګړه له امله بې ځایه شوي او سلګونه نور وژل شوي او ټپیان هم دي.

ایا د هیواد لپاره جګړه مهمه ده او که سوله؟ که چیرته جګړه مهمه وي، بیا نو د سولې د خبرو پیل کول هیڅ منطق نه لري اما که دواړو لوریو درک کړې وي، چې جګړه له دربدرۍ او بې وزلۍ پرته بل څه نه شي راوړلی، بیا خو باید سوله وکړي او لا اقل د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره تاوتریخوالي او جګړه هم کم کړي، اما برعکس څومره  چې د سولې خبرې مهم او حساس پړاو ته رسیږي، برعکس جګړه هم شدیده او خونړۍ کیږي. همدا اوس د هیواد هره سیمه کې د جګړو له امله زرګونه کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي. که د جګړې دواړه لوري په دې ډول هڅه کوي چې سوله راولي دا هیڅ امکان نه لري او دا لاره ترکستان ته تللې ده، نو اړینه ده چې دواړه خواوې لومړی د سولې خبرو ته جدي ژمنتیا وښيي او تر هغه وروسته د جګړې ادبیات ختم کړي او بیا اوربند او اورکم ته سره ورسیږي، چې تر هغه وروسته د سولې خبرو ته هیلې هم زیاتیدای شي.  

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق