حامد کرزی: غور کې شوی وروستی برید افغانانو سره ښکاره دښمني ده
د غور ولایت مرکز فیروزکوه کې امنیه قوماندانۍ ته څېرمه موټر بم برید شوی. د غور د والي ویاند عارف عابر بي بي سي ته ویلي دې برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وژل شوي او ۱۰۰ تنه نور ټپیان دي. عابر وویل چې دې چاودنې د مرګ ژوبل ترڅنګ پراخ مالي زیان اړولی خو د پېښې د قربانیانو د هویت په اړه اوس معلومات نهشته.
د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین ویلي په ځايي شاوخوا ۱۱ بجې ترهګرو دا برید د امنیه قوماندانۍ قراول ته نږدې او د ښځو او معلولینو چارو ریاستونو مخې د یوه کورونا ډوله موټر ته په چاودنې ورکولو سره کړی دی. خو د غور د عامې روغتیا مشر ډاکټر جمعه ګل یعقوبي وايي چې د پېښې له ځایه ولایتي روغتون ته اووه مړي او ۷۳ ټپیان ور وړل شوي. هغه وویل د پېښې په قربانیانو ملکی وګړي هم شامل دي.
له بل لوري د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په غور کې وروستی موټر بم برید چې له امله یې یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته په کلکو ټکو غندلی دی.
د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، ولسمشر کرزي دا ظالمانه عمل له افغانانو سره ښکاره دښمني بللې او زیاته کړې یې ده چې دا ډول کړنې د سولې پروسه زیانمنوي، خو نوموړي یو ځل بیا د جګړې پر ښکېلو لوریو غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې په هېواد کې د پردیو د ګټو لپاره روانه جګړه ودروي او د سولې لپاره دې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
د یادونې ده چې د غور په مرکز کې شوې موټربم چاودنې ۱۰ کسان وژلي او تر اویا ډېر نور یې ټپیان کړي دي چې ډېری یې ملکي وګړي دي.