خبرهای مرتبط

جمع

سوله که جنګ؟

د امریکا او طالبانو ترمنځ له شوې هوکړې وروسته چې پر اساس یې په پوځي عملیاتو کې د بهرنیو پوځیانو ونډه صفر ته راټیټه شوې ده، امنیتي وضعیت هم د بدلیدو په حال کې دی. یعنې ورځ تر بلې امنیتي وضعیت خرابیږي. که څه هم د یادې هوکړې پر اساس باید وسله‌والو طالبانو د جګړې شدت کم کړی وای او د سولې لپاره د ښه نیت څرګندونو په خاطر یې له تعرضي عملیاتو ډډه کړې وای، اما لیدل کیږي چې نه یوازې دا چې جګړه د شدت کم شوی نه دی، بلکې طالبانو جنګ لا خونړی او یرغلیز کړی دی او داسې ښکاروي چې د جګړې ابتکار یې به لاس کې اخیستی دی. په داسې حال کې د افغانستان حکومت یوازې په دفاعي حالت کې قرار لري او له ځینیو سیمو ورو ورو خپلې پوستې راټولوي.

یو شمیر رسنیو د میدان وردګو د مرکز میدان ښار په درې کیلومترۍ کې د امنیتي ځواکونو د هغو پوستو انځورونه او خبرونه خپاره کړل، چې په وینا یې دولت طالبانو ته خوشې کړي دي، چې طالبانو بیا په هلته خپل چکپاینټونه جوړ کړي او خپل ټکسونه اخلي او موترو ته د تلو او راتلو اجازه ورکوي.

په همدې ډول د هیواد په ډېرو برخو کې د امنیتي ځواکونو پوستې په یو ډول محاصروي حالت کې قرار لري، چې دغه وضعیت د امنیتي سرتیرو، کارکوونکو او عامو خلکو پر روحیه جدي منفي تاثیرات اچوي. ډیری خلک د دولت په دغه ډول چلند مایوسه شوي، ځکه خلک په دې باوري شوي چې دولت ورو ورو ضعیفیږي.

له بل لوري پر یو شمیر ښارونو او ولسوالیو د طالبانو ډله‌ییزو بریدونو هم اندېښنې راپورته کړي دي. د هلمند ښار نیمه سقوط، د غزني، تخار او بغلان امنیتي وضعیت، په ننګرهار کې د څلورو ولسوالیو نښلوونکي پله الوځول او په همدې ډول په فیض آباد کې د اتمې ناحې سقوط او په غور کې د خونړۍ موټربم برید هغه مسایل دي چې خلک یې سخت اندېښمن کړي چې راتلونکې به یې څنګه کیږي؟

اوس پوښتنه دا ده چې ولې د سولې د خبرو له دوام سره جګړه د کمیدو پر ځای لا شدیده او خونړۍ کیږي؟ ولې دواړه غاړې له حالاتو درس نه اخلي او په یوه سوله‌ییزه حل لاره فکر نه کوي؟ دواړه لوري باید پوه شي چې د زور له لارې هیڅ لوری هم بریالی کیدای نه شي، بلکې یوازې افغانان به نور وینو کې ولړي، ژوند به یې ور تریخ او راتلونکې تیاره کړي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق