د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په خوست کې د ځانګړو ځواکونو پر قطعه برید غندلی او هغه یې د هېواد او سولې د دښمنانو کار بللی دی.
له یادې شوار څخه په خپرې شوې خبرپاڼه کې د عبدالله له قوله راغلي، په داسې حال کې چې د سولې په برخه کې یو بې مخیني فرصت برابر شوی دی او اوسمهال د قطر په پلازمېنه کې د افغان دولت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، دغه ډول بریدونه او تاوتریخوالی د سولې په خبرو منفي اغېز پرېباسي.
نوموړي زیاته کړې، افغان دولت د سولې برخه کې پراته خنډونه لرې کړي، خو طالبان لا هم په دغه ډول خونړیو بریدونو سره د دې پروسې پر وړاندې خنډ جوړوي. هغه پر طالبانو غږ کړی دی چې تاوتریخوالی ودروي او د بېګناه افغانانو له وژلو دې لاس واخلي.