خبرهای مرتبط

جمع

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

چالش‌های حقوق بشری در افغانستان؛ محور بحث شوارای عالی حقوق بشر ملل متحد

شورای عالی حقوق ‌بشر ملل متحد روز دوشنبه وضعیت...

کرزی: ستر قدرتونه او ګاوڼدیان دې د افغانستان د سولې په پروسه کې مرسته وکړي

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي د شانګهای سازمان غړو هیوادو په ناسته کې ـ چې د سکایپ له لارې خبرې کولې ـ یو ځل بیا د افغانستان د سولې په پروسه کې سترو قدرتونو او ګاوندیو هیوادونو پر رول ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د روسیې، چین  او هند په ګډون امریکا او غربي هیوادونه دې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي.

نوموړي ویلي چې امریکا او غربي هیوادونه دې د افغانستان له ګاونډیو او سیمه ییزو هیوادونو سره په ګډه په یوه موثر لارو چارو کار وکړي. نوموړي د سولې په پرسه کې د افغانانو پر اراده ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانانو ته دې اجازه ورکړل شي چې د سولې خبرې په خپله مخته یوسي.

نوموړي د سولې په پروسه کې د افغانستان د ګاونډیانو رول خورا مهم بللی دی او هیله یې څرګنده کړې ده چې په افغانستان کې به داسې سوله او ثبات رامنځته شي چې پر اساس یې له پاکستان سره هم د ښو او نیکو اړیکو ور پرانیستل شي.

نوموړي ویلي چې د افغانستان سوله او ثبات د سیمې او نړۍ له سولې، ثبات او اقتصادي پراختیا سره مرسته کوي او ټول هیوادونه باید د افغانستان په سوله کې خپل رو ولوبوي.

 نوموړي له روسیې څخه غوښتنه کړې چې د افغانستان د سولې په پروسه اساسي ونډه واخلي او افغانانو سره په دې برخه کې همکاري وکړي، ترڅو زموږ خلک له روان جنګ څخه خلاص شي.

نوموړي د افغانستان په اړه د علامه اقبال یوه شعر ته په اشاره ویلي چې په افغانستان کې سوله د اسیا او ټولې نړۍ په ګټه ده.حامد کرزي ویلي چې په سیمه کې اقتصادي وده هغه مهال رامنځته کیدای شي چې افغانستان کې ثبات راشي او د سیمې او نړۍ د اقتصادي او تجارتي سیستم فعال غړی وګرځي.

ښاغلي کرزي ویلي چې سوله، امنیت او ثبات د هر ډول اقتصادي ودې اساس وي او تر هغو چې په افغانستان کې سوله نه وي، نو اقتصادي وده به هم له ستونزو سره مخ وي، خو هیله یې څرګنده کړې چې په افغانستان کې د سولې پروسې له بریالي کیدو سره به دغه هیواد د اقتصادي فعالیتونو په برخه کې د سیمې د هیوادونو او نړیوالې ټولنې یو فعال غړي وي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق