خبرهای مرتبط

جمع

چین خواستار افزایش سرمایه‌گذاری در بخش معادن افغانستان شد

سفیر حکومت طالبان در پکن اظهار داشت چینی‌ها خواستار...

تمدید ۲ ماهۀ کارت پی‌.او‌.آر پناه‌جویان افغان در پاکستان

پاکستان اعتبار کارت اثبات ثبت نام (پی‌.او‌.آر) پناه‌جویان افغان...

جنرال مکنزی: با حفظ نیروها در افغانستان، در امنیت بودیم

فرماندۀ پیشین ستاد فرماندهی مرکزی ارتش آمریکا اعلام کرد...

خيبر پښتونخوا: ورښتونو کې د ماشومانو په ګډون ۸ تنه مړه شوي

پاکستاني چارواکي وايي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د...

ادم سمیټ: ټرمپ له افغانستانه د سرتېرو ویستو طرحه نه‌لري

د امریکا متحده ایالاتو د ولسي جرګې د دفاعي کمیټې مشر، ادم سمیټ وایي چې د روان ۲۰۲۰ زیږدیز کال تر پایه  د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ له افغانستانه د خپلو ځواکونو وتلو لپاره هېڅ طرحه نه لري.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې ټرمپ تر دې مخکې د روان کال تر پایه د امریکايي سرتېرو ویستو باندې ټینګار کړی و. هغه څرګنده کړې وه چې امریکايي سرتېري چې اوسمهال افغانستان کې پر خدمت بوخت دي، باید کرسمیس خپل هېواد کې ولمانځي.

د امریکا د ولسي جرګې د دفاعي کمیټې د مشر په وینا، سپینې ماڼۍ او د امریکا دفاع وزارت تراوسه کانګرس ته داسې کومه طرحه نه ده استولې چې ګنې امریکایي ځواکونه دې د روان کال ترپایه افغانستان پرېږدي، خو تمه ده چې امریکایي سرتېري کرار، کرار له افغانستانه ووځي.

 نږدې یوه میاشت مخکې د امریکا ولسمشر ویلي وو، افغانستان کې پاتې کم شمېر سرتېري به هم افغانستان پرېږدي. ټرمپ پر خپل ټویټر پاڼې د یوه پیغام په ترڅ کې لیکلي وو: «موږ باید خپل لږ شمېر زړه ورې ښځې او نارینه چې پاتې دي او افغانستان کې خدمت کوي، تر کریسمس پورې راسانه کړو!»

د امریکا د ولسمشر له ټویټ نه یو ساعت مخکې د هغه د ملي امنیت سلاکار، رابرټ اوبراین هم ویلي وو چې افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو شمېر به د ۲۰۲۱ کال تر لومړیو دوه نیم زرو ته کم شي.

طلوع نیوز د نوموړي له قوله لیکي، اوسمهال افغانستان کې له پنځو زرو کم امریکایي سرتېري دي، په داسې حال کې چې دا شمېر په ۲۰۱۷ کال کې کابو لس زره تنه وو. له افغانستان او عراقه د امریکایي ځواکونو ایستل، د امریکا د ۲۰۱۶ کال ټاکنو کې د ټرمپ ژمنه وه، خو اوس چې ډونالډ ټرمپ بیاځلې ټاکنو ته نوماند دی، هڅه کوي خپله ژمنه عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سولې خبرې روانې دي، خو له دې خبرو سره هم مهاله هېواد کې تاوتریخوالیو زور اخیستی دی.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق