خبرهای مرتبط

جمع

افغانستان نفت روسیه را به جنوب آسیا منتقل می‌کند

نورالدین عزیزی، وزیر صنعت و تجارت حکومت سرپرست اعلام...

چین خواهان گسترش روابط با حکومت سرپرست است

ژائو شینگ، سفیر چین در کابل در دیدار با...

گروه داعش مسئولیت حمله در مسجدی در هرات را بر عهده گرفت

گروه داعش در بیانیه‌ای مسئولیت حمله به مسجد امام...

کمک 92 تُنی سیو د چیلدرن برای معالجۀ کودکان افغان

سازمان نجات کودکان (Save the Children) اعلام کرده که...

خلک د سولې خبرو کې د طالبانو پر رښتينوالي باور نه‌لري

د ولسمشر دویم مرستيال سرور دانش وايي، طالبانو د سولې خبرو کې پرمختګ او د تاوتريخوالي په کمولو کې پر هېڅ ژمنې عمل نه دی کړی او دا پروسه بن‌بست سره مخ ده. نوموړي په کابل کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو سره ليدنه کې ويلي چې خلک د سولې خبرو کې د طالبانو پر رښتينوالي باور نه‌لري.

سرور دانش ويلي، د افغان دولت له لوري د ۵ زره طالب بنديانو خوشې کولو ته په اشارې ويلي چې د افغان دولت او افغانانو تمه دا وه چې د بندیانو له خوشې کولو وروسته به د طالبانو له لوري تاوتريخوالی کم شي. نوموړي زیاته کړې، طالبان باید پر خپلو ژمنو عمل وکړي او تاوتریخوالی کم کړي.

د ولسمشر دویم مرستيال زياته کړې، شواهد ښيي چې طالبانو له نورو ترهګريزو شبکو سره خپلې اړيکې نه دي پرې کړي. په دې ليدنه کې د ناټو ملکي استازي سټيفانو پونټیکورو ويلي، د دوحې خبرې هغه مهال بریالۍ کېدی شي چې دواړه اړخونه نرمښت وښیي او یو بل په ټوله مانا درک کړي.

سلام وطندار لیکي چې پونټيکورو دغه راز د بیان ازادي، د ښځو حقونه، مدني ارزښتونه او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو ساتنه د ټولو افغانانو غوښتنه بللې ده. نوموړي څرګنده کړې، ټول ښکېل هېوادونه باید هڅه وکړي چې د بین‌الافغاني خبرو پر وړاندې پراته خنډونه لرې او افغانستان تلپاتې سولې ته ورسوي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق