خبرهای مرتبط

جمع

اسپانیا تایید کړه چې درې وګړي یې د بامیانو برید کې وژل شوي دي

په افغانستان حکومت او بامیانو کې دوو سیمه‌ییزو سرچینو...

جنگ درفلسطین؛ معاون دبیر کل سازمان ملل: جهان راه خود را گُم کرده است

مارتین گریفیث، معاون امور بشردوستانۀ و هماهنگ‌کنندۀ کمک‌های اضطراری...

حملۀ روز گذشته در بامیان شش کشته بر جا گذاشت

وزارت داخلۀ حکومت سرپرست اعلام کرده که شمار تلفات...

درگیری میان نیروهای حکومت سرپرست و مرزبانان پاکستانی 18 کشته و زخمی برجا گذاشت

در نتیجه درگیری‌ میان نیروهای حکومت سرپرست افغانستان و...

یوناما: د جګړې ښکیل لوري دې تاوتریخوالی ژر تر ژره کم کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت «یوناما» وايي، د روان تاوتریخوالي‌ ډیر قربانیان ښځې او ماشومان دي. یوناما د شنبې په ورځ اکتوبر ۳۱ (لړم۱۰) په یوې اعلامیې کې یو ځل بیا په افغانستان کې د جګړې د ښکېلو اړخونو څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی کم کړي.

یوناما وايي چې روان تاوتریخوالي پر افغان مېرمنو او ماشومانو تر ټولو زیات منفي اغېز کړی دی. په اعلامیه کې ویل شوي چې ټول اړخونه باید د سولې ټینګېدو لپاره د رامنځته شوي تاریخي فرصت څخه ګټه پورته کړي.

یوناما وايي، په تېرو نهو میاشتو کې په هرو لسو وژل شویو ملکي کسانو کې څلور یې ماشومان او ښځې دي. د یوناما اعلامیه کې راغلي: «د همدې لپاره موږ دجګړې په ټولو ښکیلو اړخونو یوځل بیا غږ کوو چې د جنسیت پراساس تاوتریخوالي په ګډون په عاجل ډول تاوتریخوالی راکم کړي او د یو سوله ییز، په ځان بسیا او باثباته افغانستان لپاره کار وکړي.»

یوناما د اکتوبر په ۲۷ ​د ملکي تلفاتو په اړه راپور خپور کړ او ویلي وو چې په قطر کې د سولې د خبرو د پېلېدو سره سره بیا هم د ملکيانو تلفات ندي کم شوي. په راپور کې راغلي وو چې د روان کال د جنورۍ میاشتې څخه بیا سپټمبر میاشتې تر پایه پورې ۲۱۱۷ ملکي کسان وژل شوي او ۳۸۲۲ نور ټپیان ثبت شوي دي.

راپور ښيي چې د یادو تلفاتو ۴۵ سلنه طالبانو، ۲۳ سلنه د افغانستان امنیتي ځواکونو، ۲ سلنه نړیوالو ځواکونو او پاتې برخه یې داعش او نورو نا څرګندو وسله والو پوري اړولي دي. یوناما داسې مهال د تاوتریخوالي‌ د کمولو غوښتنه کړې ده چې په قطر کې له څه موده راهېسې د افغانستان د «اسلامي جمهوریت» او طالبانو د مذاکره کوونکو ترمنځ‌خبرې روانې دي.

اشتراک گذاری

Dunia
Duniahttp://dunia.af/
روزنامه دنیا، انعکاس‌دهندۀ حقایق